حمید مایار

د محمد اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له رامینځته کېدو سره په لومړي سر کې افغانانو ته د سولې زیری ورکړل شو، خو له پاکستان څخه د کمزوري ضمانت اخیستو او د هغوی دوه مخي دغه زیری تر بل هر وخت د سولې پروسې پر زیانمېدو تمام کړ.

د پاکستان چل اوسنی حکومت تر دې حده غوصه او په پاکستان بې باوره کړ چې تر اوسه ورسره اړیکې ترینګلې او بې باوري لا په خپل ځای ولاړه ده.

په سیمه کې وروستیو تحولاتو او د پاکستان د مهم رول کم رنګه کېدو او د نړیوالو فشارونو یو ځل بیا د سولې لپاره فضا جوړه او فرصتونه را ټوکولي و.

د ترکیې ناسته غیر رسمي خو پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د استازوسفر بیا پياوړی اړخ و.

په ښکاره طالبانو د خپلو استازو تګ رد کړ، حکومت او امریکا په ظاهره ناخبري ښودلې وه خو اصل کیسه بیا دا ده چې دغه کسان د امریکا په فشار، د پاکستان په خوښه او د افغان حکومت په باخبرۍ کې پاکستان ته تللي وو.

په کابل کې د طالبانو وروستیو بریدونو په ځانګړې ډول د کورنیو چارو مخکیني وزارت مخې ته خونړي ځانمرګي برید چې د زیاتو عامو وګړو په شهادت ختم شو،د سولې پیل شوې هڅېخورا زیانمنې کړې.

د اندونېزیا د ولسمشر سره په خبري ناسته کې ولسمشر غني د زیاتې غوصې سره سره سوله خوښوونکو ته د سولې لاس ور وغځو.

د ولسمشر اشرف غني له دې خبرو لږ څه په څنډ د امریکا ولسمشر بیا له طالبانو سره د سولې اړوند نا ویلې خبرې وکړې او طالبانو سره یې د سولې خبرې رد او د طالبانو ماتولو باندې یې په زور تکیه وکړه.

د ټرمپ دغو څرکندونو ارګ هم تر اغیز لاندې راوستو او له ځنډ پرته یې دغه خبره ورسره بدرګه کړه.

له یوه پخواني طالب مشر سره مې شل ورځې وړاندې پاکستان ته د قطر دفتر د استازو د تګ خبره مطرح کړه.

هغه په لومړي سر کې راته موسکی شو او په یو ډول یې د دغو استازو تګ رد کړ.

شېبه وروسته یې لاس په جیب ومانډه او خپل مبایل یې له جیبه را وویست راته یې کړل غوږ شه.

نقل قول:

فلانکی صېب سلام:

هو دغه استازي چې شهاب الدین دلاور، جان محمد مدني …. دي دوی شل ورځې وړاندې پاکستان ته تللي.

دوی د امریکایانو فشار دې ته اړ کړل تر څو پاکستان ته لاړ شي او د نورو مشرانو سره د سولې په اړوند خبرې وکړي.))

کس مې ونه پيژندو خو په دې مطمین شوم چې د طالبانو په لیکو کې د حساب وړکس وو.

دغه پخواني طالب مشر دا هم راته وویل:

(( طالبان دا ځل د سولې خبرو ته د قوي ادرسه رامخکې شوي، خو ما د سولې له شورا سره هم لیدلي هغوی سولې ته ژمن نه دي، نومونه یې راته واخیستل چې دغه کس دغه کس سوله نه غواړي او وروستۍ خبره یې دا ور غبرګه کړه چې ګمان مې نشي حکومت خپل دریځ بدل کړي))

اوس پوښتنه دا ده چې ولې هر ځلې د سولې له هیله بخښونکو هڅو سره جوخت داسې حرکات وشي چې دغه هڅې شنډې شي.

د ترکیې ناسته، د قطر دفتر د استازو سفرونه، د افغان سولې په پروسه کې د امریکا مداخله او د یو شمېر هېوادونو هڅې د سولې د ټینګښت لپاره غوره پيغام وو.

خو اوس دا خبرې تر بل هر وخت له ننګونو سره مخ شوې، حکومت وايي، طالبان د سولې لپاره وروستۍ چانس له لاسه ورکړ، امریکا د افغانستان جګړه د زور له لارې ختمول غواړي، طالبان هم له چا کمه نه وايي او د هر زار مقابلې خبره کوي.

د کابل ښار هر واټ اوس په نظامي اډه بدل شوی، هاخوا طالبان هم د افغانستان په هیڅ ځای کې ځان خوندي نه ګڼي، عام افغانان خو بیا له هر څه زړه تور شوي.

اوس د ټولو په زړونو کې دا یوه پوښتنه ده چې دلته څه روان دي، نړیوال، د سیمې هېوادونه له افغانانو څه غواړي؟

ټول هک پک دي چې افغانستان ولې د لوبو په میدان کې راګیر دی، آیا موږ ملامت یو که نړیوالو د دوستۍ په جامه کې په لوی لاس دغه جګړه دلته ګرمه ساتلې او له دې چل څخه په استفادې د افغانانو په سرونو لوبې کوي.

روان وضعیت ته که هر سړی ژور نظر واچوي داسې بریښي چې دلته سوله یوازې تر شعاره پورې محدوده ده او له هغې پورته فکر کول یو خیال دی او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *