د ژمي له راتګ، او د هوا له سړېدا سره سينه بغل هم په زياته کچه ليدل کېږي، او ډيری ماشومان يې قرباني کېږي.
سينه او بغل د وژونکو ناروغيو په لسټ کې ۷م ځای لري چې هر کال ګڼ شمېرماشومان وژني. په سينه کې دغه خطرناکه ناروغي، په دغو مهمو علايمو پېژندلای شئ: زکام، تبه، لړزه، په سينه کې سخت خراری، ټوخی، بلغم، د سينې درد، له تنفس سره شرار اورېدل، په دقيقه کې ۵۰ يا تر ۵۰ ځله زيات د ماشوم تنفس کول، له تنفس سره پرنجی، خولې کېدل او داسي نور….
د مخنیوې لارې چارې: که مو پورته علامې په ناروغ کې څرګندې شوې، کؤښښ وکړئ چې، د ناستي ځای (خونه) مو ګرمه وساتئ. د خونې يوه کړکۍ مو خلاصه کړئ، چې په خونه کې تازه هوا هم وچلېږي، نظافت او پاکوالي ته مؤ ښه توجُه وکړئ. د ناستي په خونه کې سګريټ، چلم يا نور دودونه مۀ استعمالوئ.
درملنه: ويکس کورني درمل ناروغ ته په لاندي طريقۀ وکاروئ:
۱. د ناستي ځای (خونه) ګرمه کړئ.
۲. د ناروغ ماشوم سينه (ټټر) په ويکسو ښه غوړ کړئ.
۳. د لوبيا د دانې په اندازه ويکس په يو ګيلاس يا کوم بل لوښي کې، له ايشيدلو اوبو سره ګډ کړئ، وروسته يې له ناروغ سرۀ، په کمپله کې پټ کړئ چې، ناروغ مو ښه خولې کړي.
له دغو کارونو څخه وروسته به مو ناروغ ماشوم، که خدای کول، روغ شي.