د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې د دې اونۍ اونيزه غونډه د شاعر او ليکوال ارواښاد شهيد زين العابدين پردېس د شهادت ۳۷ تلين ته ځانګړې شوې وه.
پروګرام د معمول په څېر نن جمعه سهار د يادې ټولنې دفتر کې ترسره شو.
ياده غونډه کې د کندز ولايت مخورو سپین ږيرو، د مدني ټولنو استازو، د پوهنتونونو استادانو او د شعر او ادب مينوالو ګډون درلود.
د غونډه د وياندويۍ چارې د ښاغلي سياف ذاخېلوال پر غاړه وې، د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو د تلاوت څخه وروسته د پردېس ټولنې مشر ښاغلي رحمت الله همنوا، مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د شهيد پردېس د ژوند په اړه هراړخيزه مقاله وړاندې کړه، ورپسې د کندز پوهنتون استاد پوهنيار عبدالمجيد پردېس د شهيد پردېس د ژوندليک په بيانولو سره، د دې غونډې د جوړونکو څخه مننه وکړه.
همدارنګه ښاغلي سياف ذاخېلوال د شهيد پردېس پر اشعارو خپله جوړه کړې مقاله حاضرينو ته واوروله چې د ګډونوالو لخوا وستايل شو.
د غونډې په وروستيو شېبو کې هر يو شاعر او ليکوال غلام حيدر حيدر، شاعر او ليکوال او قومي مشر عبدالغفور باوري، شاعر او ليکوال استاد سيد نعيم عسکر، پیاوړي ځوان استاد زاهد کريمزي هر يو په خپل وار سره د شهيد زين العابدين پردېس د ژوندانه په مختلفو اړخونو رڼايي واچوله او پروګرام د ښاعلي اينجينير جان محمد بلوچ په دعايې سره پای ته ورسېد.
زين العابدين ( پرد ېس ) د حاجي سعدالدين ( خوږياڼي ) ځوى په ۱۳۰۷ لمريز كال كې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ۱۳۱۵ كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندز ولايــت چاردرې ولسوالۍ ته راغى ، خپلې لمړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د دغې ولـسوالۍ د جميعت په لېسه كې بشپړې كړې، وروسته يې لوړې زده كړې د كرهنې په برخه كې د بغلان په ولايت كې چې هغه مهال د قطغن مركز وو سر ته ورسولې او دېرش كاله يې بيا په نوموړې څانګه كې د هېواد په بېلابېلو سيـمو كې دندې تر سره كړي. نوموړی د نن نه (۳۷) کاله مخکې په همدې ورځو او شپو کې د اسلام او هېواد دښمنانو، لومړی له کور څخه وويسته او بيا يې په ظالمانه ډول شهيد کړ.
انا لله و انااليه الراجعون
راپور: محمد عزيز پردېس