ژباړن: محمد عزيز پردېس
بريان ټريسي د ۱۹۴۴ د فبرورۍ په پنځمه د کاناډا پرنس اډوارډ ټاپو د شارلوټ ټاون په سيمه کې وزېږېد. د هغه مسلک نوښتيزې ويناوې وړاندې کول دي، ۷۴ کلن ټريسي ۴ اولادونه لري، ښځه يې بارباراټريسي نومېږي.
نوموړی مشهور بریتانیايي ليکوال دی چې لاندې اثار يې تر دې دمه چاپ شوي دي:
۱- د جذبې قدرت. ۲- د وخت مديريت ۳- د پروګرام جوړونې قدرت. ۴- د بحران مديريت. ۵- څېنډښه دې ښکل کړه …
نوموړي خپل ډېری اثار د سيمينارونو په بڼه په ژوندي ډول خلکو ته وړاندې کړي دي، معمولا د هغه د سيمينارونو موضوعات په لاندې ډول وي:
رهبري، پلورل، د کسب او کار په اړه ګټورې ستراتېژيانې…
بريان ټريسي د برايان ټريسي نړيوال شرکت عمومي مدير دی، هغه د دې شرکت د بنسټ ډبره په کال ۱۹۸۴ کې د کاناډا په ونکوور ښار کې کېښوده. دا شرکت خلکو ته د رهبرۍ، خرڅلاو، پر نفس اعتماد، موخه ټاکل، ستراتېژۍ، نوښتونو او ارواپوهنې برخو کې مشورې ورکوي.
ټريسي تراوسه د پانګې اچونې، جوړونې، وارداتو او صادراتو او د مديريت په هکله په لسهاو کتابونه ليکلي دي. هېره دې نه وي چې د ټريسي ګټور کتابونه د نړۍ مختلفو ژبو ته ژباړل شوي دي او لا ژباړل کېږي، چې په دې کاروان کې زموږ پښتانه ژباړونکي هم له چا کم نه دي او تر دې دمه يې د ټريسي ډېر شمېر کتابونه پښتو ته ژیاړلي دي او لا يې ژباړي.
دا هم تاسو او د برايان ټريسي ۴۰ غوره ويناوې:
۱- زموږ ارزښتناکه شتمني د عوايدو د لاسته راونې وړتيا ده، نه هغه پيسې چې موږ يې لاس ته راوړو. ممکنه ده څو ځلې شتمني له لاسه ورکړو، خو وړتيا مو له لاسه نه وځي.
۲- برياليتوب يوې زينې ته ورته دی او زموږ مهارتونه د هغې پلې جوړوي، که پلې بشپړې نه وي، نو موږ نشو کولی چې په زينې پورته شو.
۳- موږ کولی شو چې هرڅه زده کړو او په هره برخه کې متخصص واوسو.
۴- زده کړه د برياليتوب کیلي ده، خو چې ستونزمنه او وخت نيوونکې ده او ډېری انسانان ټنبله دي، نو څوک يې په اهميت نه پوهېږي.
۵- په دې عصر کې نه يوازې دا چې بايد په هوښيارۍ سره کار وکړو، بلکې بايد په هوښيارۍ سره سخت او ډېر کار وکړو، ترڅو برياليتوب او شتمنۍ ته ورسېږو.
۶- په ژوندانه کې د کلماتو اهميت ډېر مهم دی. ښه کليمې، ښه فکر رامنځ ته کوي.
۷- بريالي کسان د ستونزو د حل او د له منځه وړلو په اړه فکر کوي، خو عادي او متوسطه خلک بيا د هغه چا په اړه فکر کوي چې ستونزه يې زېږولې.
۸- زمونږ د ژوند څرنګوالی او اصلي موخه، زمونږ احساس پورې اړه لري.
۹- موخه لرل، د موخې ټاکلو سره توپير لري. د موخو ليکل لوړ اهميت لري. هغه کسان چې مکتوبي (ليکل شوي) موخې لري، نو لس برابره د نورو په پرتله بريالي دي.
۱۰- هغه څوک بريالي دي چې لوړ او پراخ فکر لري، عادي خلک لنډ او سطحي فکر کوي.
۱۱- بريالي کسان لوړ او ستونزمن کارونه ترسره کوي، خو عادي خلک تل د اسانه او معمولي کارونو په لټه کې وي.
۱۲- مونږ هر يو بايد يوه شل کلنه نقشه ولرو او د دې پرځای چې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه تشويش وکړو، بايد د خپلو موخو د تر لاسه کولو پر لور ګړندي ګامونه واخلو.
۱۳- هغه څوک چې مالي وړتياوې لري نو بريالي کېږي. تاسو بايد د ورځې په اوږدو کې حداقل دوه ساعته د اقتصاد او پانګه اچونې په اړه مطالعه وکړئ.
۱۴- د ډېرو برياليتوبونو راز په سخت کارکولو او مقاومت کې دی، بايد خپل ځان سره ژمنه وکړئ چې ماتې به نه منئ او خپلې موخې به څارئ.
۱۵- زمونږ د نفس اعتماد بايد دومره لوړ وي چې بايد هېڅ څه زمونږ د موخې پر وړاندې خنډ واقع نشي.
۱۶- که غواړئ ښه خرڅلاو ولرئ، نو خپلې اړيکې او تماسونه مو ډېر کړئ.
۱۷- د نه د نه اورېدلو په اړه تشويش مه کوئ، نه يانې پيسې.
۱۸- هغه څوک تر ټولو ډېر (نه) اوري، نو تر ټولو زيات (هو) هم اوري.
۱۹- بايد په خپلو محصولاتو او خدماتو ، چې وړاندې کوو يې باور او اعتماد ولرو، که باور ولرئ چې محصولات مو لوړ دي، نو په ناخبرۍ سره مو پېرېدونکي دا موضوع درکوي. ( او په برعکس ډول هم ).
۲۰- بريالي خرڅوونکي د خپل کار، شرکت يا ادارې او د خپلو محصولاتو مئينان دي.
۲۱- د دې پرځای چې پلورونکی واوسئ، نو يو زړه سواندی مشاور واوسئ، هغه وخت به خرڅلاو خپله ترسره شي.
۲۲- يوازې دا مهمه نه ده چې تاسو دې پلورل وکړئ، بلکې بايد لومړی وګورې چې پېرودونکی ستا محصول ته اړتيا لري او که نه.
۲۳- قدرت د هغه کسانو په لاس کې دی چې ترټولو ښه د يادښت نيولو وړتيا ولري.
۲۴- د پلورلو لپاره لومړی بايد د اعتماد او رښتينولۍ فضا ورغول شي.
۲۵- ستاسو نننۍ ټاکنې ( انتخابونه ) ستاسو د راتلونکي ژوند څرنګوالی ټاکي. تېر هېر کړئ او د سبا په اړه فکر وکړئ.
۲۶- هېڅکله مه ووايئ چې اوس وخت تېر دی. د پرېکړې نيولو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده.
۲۷- د لمر پر لور تمرکز وکړئ، ترڅو سيوری ستاسو شاته موقيعت ونيسي.
۲۸- مونږ بايد بدلون ومومو، که بدلون ونکړو، نو د ژوند کنټرول به له لاسه ورکړو.
۲۹- د ژوند د هرې برخې لپاره بايد ټوليزه برنامه جوړه کړو. بايد پراخ ليدلوری ولرو او د راتلونکې په اړه تمرکز وکړو.
۳۰- هغه کسان چې بريالي دي او په ټولنه کې ورته ټول احترام کوي، دوی هغه کسان دي چې خپل ډېر وخت د راتلونکې لپاره په برنامې جوړونې تېروي.
۳۱- د دې لپاره چې خپله راتلونکې روښانه کړو نو اړينه ده، چې د اوسمهال خوندونو څخه لاس واخلو.
۳۲- د ماتې لوی لامل، د اصلي موخې څخه لرې کېدل دي.
۳۳- بريالي کسان سخت او په هوښيارۍ سره کار کوي.
په هوښيارۍ يانې دا چې، داسې کړنې ترسره کړو چې زمونږ د موخو سره په ټکر کې نه وي.
۳۴- ساده، اسانه او راحته کارونه مه ترسره کوئ، ځکه پرې عادت کېږئ. د سختو او لويو کارونو څخه ګټه پورته کړئ.
۳۵- بريالي کسان داسې کړنې ترسره کوي چې د پايلو ارزښت يې ډېر لوړ وي.
۳۶- تل د هر کار د ترسره کولو لپاره برنامه جوړه کړئ، ترڅو وشئ کولی چټک ګامونه واخلئ.
۳۷- د هر کار د ترسره کولو څخه وړاندې، خپل برنامه په لنډيز ډول وليکئ.
۳۸- په ميلياردونو خلک دا عادت لري چې د ورځې په اوږدو کې موخې وټاکي.
۳۹- په ميلياردونو خلک عادت لري چې خپل کارونه بشپړ کړي. خپل کار په نيمياي کې مه پرېږدئ.
۴۰- په ميلياردونو خلک عادت لري، چې خپله ورځ د مهمو کارونو په ترسره کولو سره پيل کړي.