چې څومره په ډاګ کې ایکي یوې ولاړې کوټې ته ورنژدې کیده هغومره  یې ګامونه تیزیده.  لس ګامه به له کوټې لرې وو چې بیک یې ورو له اوږې وښوید، پښې یې تیلبه شوې، لکه غړي چې یې تښتیدلي وي.

د کوټې د برنډې لور ته یې نیولي ګامونه واخیستل. د برنډې پر غولي تر سرو خښتو لاندې بوټي راشنه شوي وو، د برنډې په کونجونو کې جولا ځالې جوړې کړې  وې، د کوټې دروازه ماته وه. د کوټې له دننه نمجن بوی راته.

د کوټې مخې ته د اورګاډي د غځیدلې پټلي په منځ کې ودرید. دی له سهاره د ریل پر همدې کرښې رارهي شوی و، چا ورته ویلي و چې د لمر لویدو خواته اورګاډی سړی جرمني ته رسوي.

کوټې ته ورننوت. د خوسا شوې غوښې بوی ته، پوزې ته یې لاس ونیو. د کوټې په منځ کې د پیپسي یو خالي بوتل، د سګریټو یو چیت ډبی او یوه خیرنه جرابه چې شنه بخونه ښکاریده، پراته وو. د کوټې د کړکۍ په پنجره کې د مرغۍ ړنګه ځاله معلومیده. له کوټې راووت. پر زنګنې پټلۍ کښیناست. پټلۍ ته یې غبرګې سترګې ونیولې، لرې کرښې سره ورغلې ښکاریدې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *