دا کیسه د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ، د انخي درې په قوماندان (س- ص) پورې اړه لري. هغه قوماندان چې دا څو کاله یې خپل کلی، کور او لندۍ پاچایي د طالبانو له لاسه پرېښې او د کابل په کمپنۍ سیمه کې، په یو وړوکي کرایی کور کې اوسي!
د قوماندان (س-ص) اعصاب هغه ورځ ډېر خراب و! او همدا یې ویل چې څه مو چې په خلکو کړي وو، په موږ هم وشول؛ خو موږ یې په ځان نه راوړو!
کله چې قوماندان (س-ص) یو- دوه پیالې شین چای وڅښه او لږ دمه شو، زما د غوښتنې له مخې یې وویل چې هغه ورځ یې خپل یو کلیوال ته چې د بلخ په چمتال ولسوالې کې اوسي، احوال لېږلی وو چې اجازه ورکړي چې د هغه د ځمکې په ویاله کې خپلې ځمکې ته اوبه تېرې کړي!
ما داسې فکر وکړ چې قوماندان (س- ص) د اعصابو د کمزورتیا په وجه اپلتي وایي! ځکه دې د سیدآباد د انخي دی، اوس په کابل کې مهاجر اوسی؛ خو خبرې د چمتال په هکله کوي؛ خو وروسته مې پام شو چې نه، (س-ص) د ځینو نورو جهادي قوماندانانو په څېر هوښیار دی، په چمتال کې یې ځمکه اخستې یا ولجه کړې او اوس د خپل اکا له هغه زویه ویاله غواړي چې پخوا چمتال ته کډه شوی او اوس د بلخي او چمتالي په نامه یادېږي؛ خو په تنظیم کې له (س-ص) څخه بېل و او دواړه ښې اړیکې نه لري.
(س-ص) ما ته وویل چې زما د اکا زوی ویلي و چې قوماندان خو هېڅ مسلمان نه دی؛ نو څنګه (اوبه خور) ورکړم!
(س-ص) وویل چې زه په دې خبره ډېر په غوسه ځکه نه شوم چې موږ هم پخوا په لکونو او ملیونونو خلکو ته د کفارو په سترګه کتلي او ټول مو د اساتېدو، شیخ الحدیثانو، آیت … ګانو او مهندسانو په فتوی واجب القتل او مباح الدم بللي وو!
(س-ص) چې کله ما ته وکتل چې د خبرې لږ وضاحت ته په تمه وم، بالښت ته څنګ ولګاوه او وې ویل چې د داکتر نجیب په وخت کې د وردګو د یو جهادی تنظیم قوماندانانو د شیخ آباد په سیمه کې لاره تړلې وه چې کابلي کفارو ته غنم، وریجې، غوړي، مالګه او داسې نور شیان ونه رسي او ټول له لوږې مړه شي!
(س-ص) وویل چې موږ په دې پوهېدو چې په کابل کې بد حال دی، قحطی راغلی، بیې جګې دي او په لسګونو زره بیوزلي خلک د لوږې او مرګ په پوله ولاړ دي؛ خو حالات داسې وو چې موږ ته هم اوامر او هدایات د انصارو وروڼو له هېواده راتلل او خپله مو د خوراک او څښاک واک نه درلود!
قوماندان (س-ص) وویل چې یوه ورځ په شنیز دره کې، د جهاد په لسګونو قوماندانانو غونډه وکړه او په دې سلا شول چې کابل ته تلونکي لارې پرانیزي او اجاره ورکړي چې هغه په سلګونو لارۍ کابل ته وخوځی چې شل- پنځه ویشت ورځې په شیخ آباد کې ولاړې وې!
قوماندان وویل چې له دې پرېکړې وروسته، موږ یوه ډله قوماندانان شیخ آباد ته لاړو چې بنده لار پرانیزو. په هغه ورځ هلته د همغه جهادي تنظیم یو سپین ږیری قوماندان لمر ته پروت و چې په خپل وخت کې ډېر زورور و او څو سوه وسله وال یې درلودل. هغه تنظیم چې د څوکیو، مناصبو، امکاناتو، قراردادونو، معادنو او د پیسو د چور او غضب له ګټو څخه بې برخې پاته شو او اوس به ډېر ارمان ورځي!
خیر؛ قوماندان (س-ص) وویل کله چې موږ په دې زورور قوماندانان غږ وکړ چې (شوری) پرېکړه کړې چې کابل ته لارې پرانیزو او که نه، خلک به له لوږې مړه شي! ده سر جګ کړ او په موږ یې ناره کړه چې یه خلکو په کابل کې هم کوم مسلمان شته چې تاسو یې له غمه مړه یاست او موږ ته وایئ چې ځنځیرونه بېرته کړئ او لاریو ته د تګ اجازه ورکړئ!!
قوماندان (س-ص) وویل چې هو! موږ هم پخوا همداسې کړي وو چې اوس راباندې کېږي! زما تربور حق لري چې ووایي چې قوماندان خو هېڅ مسلمان نه دی چې زه د اوبو لار ورکړم!!
پخوا به خلکو ویل (مه کوه په چا، چې وبه شي په تا!)؛ خو زه وایم چې نه، دا د پټي سر دی، پټۍ ښکته سورور (بردار) دی! د پوښتنو، ګروېږنو، څېړنو او نیولو وخت خو هرومرو راتلونکی دی چې دا روښانه شي چې چا، څه وخت، څه کړي او هر مجرم باید خپله جزا وویني!
او د سپېڅلو شعارونو کاذب مدعیان باید پوه شي چې د انصارو وروڼو استخباراتو، د دوی په زړونو او دماغونو دومره کار کړی چې یو بل ته هم د کفارو په سترګه ګوري!!