تاند- زرګونه پښتانه له درو ورځو راهیسې د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب (پریس کلب) مخته راغونډ شوي او د ازادۍ شعارونه ورکوي.

دوی چې د بشري حقونو د سرغړونې پر ضد راغونډ شوي، له حکومت څخه ۵ غوښتنې لري او وايي، تر څو چې یې غوښتنې منل شوي نه وي ناستې ته دوام ورکوي.

اعتراض کوونکو د کراچۍ د ملیر د سیمې د پولیسو د مشر راو انور د لېرې کېدو او په قبایلي سیمو کې د قانون د اجرا کېدو غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکو په کراچۍ کې د نجیب مسید، چې د جنورۍ په درېمه د کراچۍ پولیسو په جعلي وسله واله نښته کې ناحقه وواژه، له قاتلانو سره د حساب غوښتنه وکړه.

د اعتراض برخوالو ویل چې خپل غورځنګ به د نقیب شهید غورځنګ ونوموي.

مظاهره چیانو ویل، تر هغو به اعتراضونو ته دوام ورکړي چې ادارې د کراچۍ د پولیسو د مشر راو انور په شان له فاسدو او جنایتکارو کسانو پاکې شوې نه وي.

پرون /شنبه/ د دوی د سوله ییز اعتراض درېمه وه او ورځ په ورځ د اعتراض کوونکو شمېر پر زیاتېدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *