سُمبل

تاند- پولیس وايي، د مردان په شیخ ملتون ټاون کې پرون یوه نڅاګره وروسته له دې ووژل شوه چې هغې له نڅېدو انکار وکړ.

د پولیسو په وینا څو تنه وسله وال د سُمبل نومې نڅاګرې کور ته ننوتل او پر هغې یې ډزې وکړې.

د سمبل نیکه میربهادر، پولیسو ته د رسمي شکایت په مهال د پېښور اوسېدونکي جهانګیر او دوو ملګرو یې نصیب شاه او نعیم خټک په قتل کې تورن وبلل.

سمبل

ده وویل، سُمبل یې د دې لپاره ووژله چې هغې د دغو کسانو له لوري د نڅا په یوه پروګرام کې له ګډونه انکار وکړ.

ویل کېږي چې جهانګیر هماغه کس دی چې د مشهورې سندرغاړې غزاله جاوید په وژلو تورن و او وروسته خوشي شو.

په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې دا ډول قتلونه ډېر کېږي او عموماً یې قاتلان نه نیول کېږي.

د رشوت او اداري فساد ترڅنګ غیرعلاقو یا قبایلي سیمو هم د قاتلانو له ژغورلو سره زیاته مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *