د کابل جمهوریت روغتون ترڅنګ د خونړي ځانمرګي برید څخه وروسته افغان حکومت ټینګار وکړ چې د دغه برید له ترسره کوونکیو سره د سولې خبرې ناممکنې دي. د کورنیو چارو وزارت په وینا د دغه برید په پایله کې ۱۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول. وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې
د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې د لومړي ځل لپاره د اسلاماباد په مري (سرطان ۱۳۹۴/جولای ۲۰۱۵) کې وشوې. پدغو خبرو کې د حقاني شبکې د استازو سربېره د طالبانو باصلاحیته پلاوي ګډون کړی و او دواړو لوریو منلې وه چې مخامخ خبرو ته به دوام ورکوي (د چین او امریکا استازو د څارونکو په توګه ګډون درلود). خو پر دې سربېره چې دواړو خواوو د خبرو پر دوام ټینګار کړی و او پاکستان هم ژمنه کړې وه چې د راتلونکو خبرو لپاره به زمینه برابرېږي؛ اما د ملا محمدعمر د مړینې خبر له خپرېدو سره جوخت خبرې وځنډول شوې.
طالبانو د ملا محمدعمر په استازیتوب پددغو خبرو کې ګډون کړی و (د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت کرزي په وینا، ګډون کوونکو د اخترمنصور اجازه له ځانه سره درلوده، خو هغه مهال چې ملا عمر لا ژوندی بلل کېده، منصور د محمدعمر استازی و او ټولې چارې د ملاعمر له نامه څخه په استفادې کېدې).
نه یوازې دا چې دواړو لوریو او پاکستان ټینګار کړی و چې د سولې په هدف به خبرې دوام لري، بلکې وسله وال طالبان دغو خبرو ته حاضر نشول.
د ملامحمد عمر د مړینې خبر له خپرېدو یوه میاشت وروسته د کابل په شاه شهید سیمه کې درنه چاودنه وشوه چې په پایله کې یې د سولې خبرې په ودرېدې او د شاهشهید له برید وروسته جمهور رییس ټینګار وکړ چې د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره د سولې خبرې وشي.
څلور اړخیزه خبرې اترې
د کابل، اسلاماباد، واشنګټن او بیجنګ ترمنځ لومړۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې په اسلاماباد کې ترسره شوه. د دغې بهیر هدف د سولې لپاره د لارنخشې جوړول وو چې د څلورمې غونډې له دایرېدو سره دغه نخشه جوړه شوه او په پایله کې یې پاکستان ومنله چې وسلهوال طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي. په ورته وخت کې لوړپوړیو پاکستاني چارواکو ومنله چې وسلهوال طالبان په پاکستان کې مېشت دي، د پاکستان د دولت له خدماتو څخه برخمن دي او پاکستان کولای شي چې دوی خبرو اترو ته حاضر کړي.
خو تر دېدمه پاکستان خپلې ژمنې نهدي عملي کړي. د پاکستان د ژمنو د نه عملي کېدو یو اساسي علت، له وسلهوالو طالبانو څخه ابزاري استفاده بلل شوې ده چې غواړي د طالبانو په ذریعه افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.
اوسنی وضعیت
سربېره پر دې چې هڅې روانې دي، څو وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي؛ خو روانو حالاتو ته په کتو باور دا دی چې په نږدې راتلونکې کې د سولې د خبرو پیل به ناشونی وي؛ ځکه له یوې خوا پاکستان حاضر نهدی چې وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له بلې خوا وسلهوال طالبان پر جګړې ټینګار کوي.
په مقابل کې یې افغان حکومت ویلي، طالبانو ته د انتخاب وخت را رسېدلی دی. پهدې معنی که وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، نو په ټول شدت سره به د دوی پر وړاندې جنګ کېږي. دېته به کتو سره چې په وروستیو درېیو کلونو کې د ملي دفاع په وزارت کې اصلاحات رامنځته شوي او طالبان پهدې نهدي بریالي شوي چې خپلو لویو اهدافو (د ولایتونو کنټرول) ته ورسېږي، باور دا دی چې په راتلونکې کال کې به د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې جګړه په شدت سره دوام مومي.
څه باید وشي؟
په ۱۳۸۹ کال کې د سولې په اړه مشورتي جرګه جوړه شوه او جرګې وړاندیز وکړ چې له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې خبرو اترو په هدف دې د سولې عالي شورا رامنځته کړی شي. په همدې کال کې د سولې عالي شورا هم جوړه شوه چې تر دې دمه د سولې عالي شورا له رامنځته کېدو څخه اووه کاله تېرېږي؛ اما ملموسه لاستهراوړنه یې نهده درلودلې.
له بلې خوا د هرې ورځې په تېرېدو سره د وسلهوالو مخالفینو په ځانګړي توګه د وسلهوالو طالبانو بریدونو زور موندلی چې د جګړې پر زیاتوالی منتج شوی دی.
باور دا دی تر هغو چې وسلهوال مخالفین له قوي او شدیدو پوځي عملیاتو سره مخ نهشي او د جګړې په ډګر کې مات نهکړی شي؛ ستونزمنه ایسي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. له همدې امله اړتیا ده چې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې له پوځي قوې څخه استفاده وشي.
له بلې خوا ضرورت دی چې د وسلهوالو مخالفینو د مالي سرچینو وچېدو په هدف کوټلي ګامونه پورته کړی شي. لهدې پرته د جګړې دوام لامتصور دی.