د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې په یوه کلیسا کې د پرونیو ځانمرګوحملو د تلفاتو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد ا د ټپیانو شمېر پنځوس اعلان شو.
راپورونه وايي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.
په همدې حال کې د پاکستان عیسویانو احتجاج پیل کړی دی. نن په پېښور، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او څو نورو ښارونو کې عیسویانو لاریونونه وکړل.
د پاکستان مرکزي حکومت او دغه راز د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت د درو ورځو په مخه عمومي ویر اعلان کړی دی. تر دې مخکې هم په پاکستان کې پر عیسویانو بریدونه شوي خو پرونۍ حملې تر ټولو خونړۍ بلل شوي دي.
ولسمشر کرزي پر عیسویانو ترهګر برید وغانده
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم دا برید په کلکه غندلی دی او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: د افغانستان ولسمشر وايي «داسي حملې چې بېګناه خلک په نښه کوي، له انسانیت سره د دښمنۍ ښودنه کوي.»
ښاغلي کرزي همداراز ویلي، دې حملې وښودله چې ترهګري د پاکستان لپاره یو لوی ګواښ دی نو باید په سیمه کې د تروریزم د خطر د محوه کولو لپاره کلک او صادقانه اقدامات وکړای شي.
افغان چارواکو په ځلونو ویلي، هماغه راز چې ترهګري د افغانستان د تباهۍ او د خلکو د وژنې سبب کېږي پاکستان هم ترې په امان نه شي پاتې کېدای.
له پېښور څخه ښاغلي جبارخېل د پرونۍ پېښې دا عکسونه رالېږلي.