تاند- ولسمشر غني تېره شپه ناوخته ناببره ښار ته ووت او پولیسو ته یې وویل چې کلک امنیتي تدابیر غوره کړي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ښاغلی غني د کابل ښار د پولیسو لسمې امنیتي حوزې ته ولاړ او د سرتېرو کاري اجراات، معیشتي  او روغتیایي وضعیت او د پرسونل ستونزې یې وارزولې او د هغوی د کورنیو د احوال پوښتنه یې وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د هیواد ولسمشر له تروریزم، جرمي سازمانونو، زورواکو، نشه یي توکو او اختطاف سره د مبارزې پر مهال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او د پولیسو د فعالیتونو پر چټکټیا یې ټینګار وکړ.»

د کابل امنیه قوماندان محمد سالم احساس ولسمشر ته هرکلی ووایه او د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر یې ورڅخه مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *