تاند- روسي خبري سرچینې وايي چې په کابل کې د روسیې پر سفارت د یوې لویې تروریستي حملې مخه نیول شوې ده.
سرچینې وايي، یو موټر- چې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد پکې اېښودل شوي وو- د روسیې سفارت ته نژدې موندل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو اندازه ۱۰۰۰ کیلو ته رسېده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د روسیې سفارت تراوسه پورې د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
خو روسي اژانسونه وايي چې له چاودېدونکو موادو ډک مازدا موټر د سفارت ودانۍ ته نژدې درول شوی و.
په وروستیو کې د طالبانو او داعش څو پر له پسې تروریستي حملو په کابل کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.