تاند- په اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو د اعتراض په شپږمه ورځ د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او د ده د ګوند یو شمېر نورو مشرانو ګډون وکړ.

مظاهره چیانو د ازادي نارې وهلې، ملي ترانې ویلې او د اسفندیار ولي خان وینا یې په چچکو او شعارونو بدرګه کوله.

ښاغلي اسفندیار ولي اعتراض کوونکو ته وویل چې یوازې د دوی لپاره راغلی دی.

ده وویل چې باید اعتراض تر هغو پای ته ونه رسول شي چې د پښتنو غوښتنې منل شوي نه وي.

اسفندیار ولي خان په دې حیرانتیا ښکاره کړه چې د پاکستان حکومت ولې د مظاهره چیانو غوښتنې تراوسه نه دي منلي ځکه چې له حکومت څخه داسې هیڅ غوښتنه نه ده شوې چې عملي کېدل یې حکومت ته سخته وي.

اعتراض کوونکو په کراچۍ کې د نجیب مسید، چې د جنورۍ په درېمه د کراچۍ پولیسو په جعلي وسله واله نښته کې ناحقه وواژه، له قاتلانو سره د حساب غوښتنه وکړه.

دوی چې د بشري حقونو د سرغړونې پر ضد راغونډ شوي، له حکومت څخه ۵ غوښتنې لري او وايي، تر څو چې یې غوښتنې منل شوي نه وي ناستې ته دوام ورکوي.

اعتراض کوونکو د کراچۍ د ملیر د سیمې د پولیسو د مشر راو انور د لېرې کېدو او په قبایلي سیمو کې د قانون د اجرا کېدو غوښتنه کوي.

له کلونو راهیسې پيښتانه په کراچۍ، خیدراباد او پنجاب کې ځورول کېږي، او وژل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې یو شمېر پښتانه د ظلمونو پر ضد په اسلام اباد کې د اعتراض ږغ پورته کوي.

ټاکل شوې ده چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او همداراز افتاب احمد خان شېرپاو هم غونډې ته ویناوې وکړي. اعتراض کوونکي ځانونه په هیڅ سیاسي ګوند پورې تړلي نه ګڼي او وايي د ټولو پښتنو مشرانو درناوی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *