ننګرهار والي وايي،په دې ولایت کې د بنسټیزو پلانونو په عملي کېدو سره به مسلکي کدرونو ته کاري فرصتونه برابر کړي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لوی ننګرهار په نوم د انجینرانو ټولنې له استازو سره د ناستې پرمهال د هغوی ستونزې واوریدې او ډاډ يې ورکړ، چې راتلوونکو بنسټیزو پروګرامونو په پلي کیدو به د ټولنې وړ، با استعداده او مسلکي کدرونو ته کاري فرصتونه برابر شي.د سلواغې په ۱۶ مه ولایت مقام کې جوړې شوې ناستې پرمهال د لوی ننګرهار انجینرانو ټولنې مشر انجینر عبدالله د یادې ټولنې په استازۍ د سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ترسره شوې کړنې وستایلې .دوی زیاته کړه، په همدې موخه یې ټولنې ننګرهار والي ته د ستاینې په پار ستاینلیک لیکلی او په دې ولایت کې د ابادۍ په موخه یې د کارونې په موخه ورته قلم ډالۍ کړ.دوی همدا راز د اقتصادي پروژو ، ښاري تنظیم او نورو برخو کې د ولایتي ادارې سره د همکارۍ ژمنې ترڅنګ د نویو فارغ شوو انجینرانو د ظرفیت لوړونې او کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د انجینرانو ټولنې ملي احساس وستایلو او زیاته يې کړه ، انجینران د ټولنې یو بااستعداده او زیارکښه قشردی ، چې ټولنه باید ورته د احترام په نظر وګوري.نوموړي زیاته کړه ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د هراړخیز پرمختګ او ابادۍ په موخه ځانګړي بنسټیز پلانونه لري ، چې په ترڅ کې به يې د ټولنې بااستعداده او وړ کدرونو ته کاري فرصتونه برابر شي.ننګرهار والي د انجینرانو ټولنې له لورې د ورکړل شوي ستاینلیک څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې ورکړل شوې د قلم ډالۍ به د دې خاورې د ابادۍ او سوکالۍ په موخه وکاروي.ننګرهار والي د ولسمشر سلاکار موسی هوتک سره د لیدنې پر مهال پر یو شمېر سیمه ییزو ستونزو خبرې اترې وکړې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په ۱۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ولسمشر سلاکار موسی هوتک سره د لیدنې پر مهال یو شمېر سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې .د جمهور رئیس سلاکار موسی هوتک د خبرو پر مهال وویل،دې ولایت ته یې د سفر موخه د یو شمېر کسانو ستونزې د حل په موخه ولایت مقام سره شریکول دي او په دې برخه کې يې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، مسؤلیت لري،چې د خلکو ستونزو ته په ورین تندي د قانون په چوکاټ کې ځواب ووایي.هغه د ولسمشر د سلاکار له لورې له نوموړي سره د شریکوو شوو ستونزو په حل کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.ننګرهار والي د ښاري نظم کمیسون غړو ته په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو اجراتو سپارښتنه وکړه.یاده ناسته د سلواغې په ۱۵ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه ، چې پرمهال يې ننګرهار والي سربیره ، د ولایت مستوفي عبدالله رقیبي ، د ملي امنیت مرستیال جنرال عبدالجلیل نورستانی ، د ولایت اداري ریس قریب الله هجرت، ترانسپورت رئیس ایوب شرافت، ترافیکو مدیرسید حمیدالله سادات، په ښار کې د امنیتي حوزو امرینو، څارنوالۍ استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پدې وروستیو کې د ښاري نظم کمیسون فعالیتونه وستایل ، چې په خبره يې په ښار کې په ځینو برخو کې د بې نظمۍ مخنیوی شوی .نوموړي زیاته کړه په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوی پر امنیتي وضعیت مثبته اغیزه کوي نو په همدې اساس يې د کمیسون د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.ده همدا راز د ښاري نظم کمیسون غړو او د امنیتي حوزو امرینو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې خپل فعالیتونه په همغږۍ سره ګړندي کړي او هم په ښار کې د خپل سرو ډزو کوونکو سره قانوني چلند وکړي.د ښاري کمیسون غړو د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ننګرهار والي ته يې د لا زیاتو هڅو ډاډ ورکړ.

د ۲۹ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شهيد نقيب احمد خپلواک د نجونو په لېسه کې يوه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ د شهيد نقيب احمد خپلواک نجونو لېسه کې د ZOA موسسې د ۲۹ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت يوه ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.د دغه ودانۍ د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنې رئیس حسيب الله شينواري، د ZOA موسسې مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، چې دغه ودانۍ د ZOA مرستندويه ادارې په ۲۹ زره امريکايي ډالرو لګښت د درې مياشتو په موده کې يه يوه پوړ کې جوړه شوې، چې درې درسي خونې، يو لوی هال، تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري.نوموړي وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د څلور سوه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه.هغه د ZOA موسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې د شهيد احمد نقيب خپلواک ښوونځي سربيره يې په څلور نورو لېسو کې هم دا ډول ودانۍ جوړې کړي دي.پوهنې رئيس د شهيد نقیب احمد خپلواک او محمدي صاحبزاده د هلکانو له لېسو هم ليدنه وکړه، د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې يې واوريدې او ورته يې د حل ډاډ ورکړ.نوموړي دغه راز په ورته وخته کې د ښوونځيو له امرينو سره هم ناسته وکړه او هغوی ته يې د درسي کيفيت ښه کېدو او يو شمېر نورو برخو کې لارښوونې وکړې.په کوز کونړ کې د ممتازو زده کوونکو ستاينه وشوهننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې مسئولينو له لوري د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ممتازو زده کوونکو ستاينه وشوه او په ډاليو ونازول شول.دغه مراسم، چې د يادې ولسوالۍ سيد جماالدين افغان لېسه کې د ولسوالۍ مسئولينو له لوري نيول شوي و په کې د يو شمېر ښوونځيو اول نومره زده کوونکو، د زده کوونکو والدينو، قومي مشرانو، علماء کرامو او نورو ګډون کړی و.د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل، چې له نننۍ غونډې يې موخه د اول نومره زده کوونکو ستاينه ده.نوموړي پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل بچي ښوونځي ته وليږي او په روزنه کې يې ښوونکو سره ګډې هلې ځلې وکړي.د پوهنې مدير فضل رحمن نوښت د ممتازو زده کوونکو تشويقول ګټور ياد کړل او نورو زده ته يې لارښوونه وکړه، چې دوی هم په خپلو درسونو کې پوره کوښښ وکړي.قومي مشرانو او ديني عالمانو له ولسوال مننه وکړه، چې د زده کوونکو ستاينې په موخه يې غونډه جوړه کړې.دوی وويل، چې د زده کوونکو ستاینه به دوی لا تشويق کړي چې ښه درسونه ووايي او په راتلونکې کې ښه کدرونه ولرو.د دغه غونډې په پاي کې اول نومره زده کوونکو ته د ستاينې په موخه يو – يو جوړ جامې او قرطاسيه او نور درسي توکي پرې وویشل شول.

د هندوستان هېواد له لوري افغانستان سره د يوسلو لس زره ميټرک ټنه مرسته شويو غنمو له جملې اته زره ټنه يې نن ننګرهار ته راورسيدل.مسوولين وايي، دغه غنم ، چې څه موده وړاندې د چابهار بندر له لارې نيمروز ولايت ته را رسيدلي و د هېواد د اوو ولايتونو په ستراتيژيکو زېرمو کې ساتل کيږي، چې د بيړنيو حالاتو پر مهال به اړمنو هېواد والوته ورکول کيږي.د ننګرهار ولايت د کرنې ، اوبو لګولو اومالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي، چې د هندوستان هېواد له لوري افغانستان سره د يوسلو لس زره ميټرک ټنه مرسته شويو غنمو له جملې اته زره ټنه يې دې ولايت ته راورسيدل.رحيمزی وويل، چې دغه اته زره ميټريک ټنه غم د کرنې رياست اړوند ستراتيژيکو زيرمو کې ځای پرځای کيږي ، چې په خبره يې د مقاماتو د لزم ديد پر اساس به د بيړنيو حالاتو پر مهال اړمنو خلکو ته ورکول کيږي.د کرنې رئيس د شوې مرستې له امله هندوستان هېواد څخه د مننې ترڅنګ په دې خوښي ښکاره کړه ،چې وزارت يې په خپل وخت دغه اندازه غنم ننګرهار ولايت ته راوليږل ، چې په وينا يې دوی به يې په معياري ډول ګدامونو کې ساتنه وکړي.د ولايت مقام کارپوه صميم کريمزي افغانستان سره د هندوستان هېواد له لوري د غنمو په شوې مرسته خوښي ښکاره کړه او زياته يې کړه، چې د غه غنم به د مقاماتو د لزوم ديد له مخې د بيړنيو حالاتو پر مهال اړمنو خلکو ته ورکړل شي.نوموړي د ولايت په استازولۍ هندوستان هېواد څخه مننه وکړه ،چې تل يې افغانانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي دي.ليکوال او ژورناليست ايوب فرهت افغانستان سره د هندوستان هېواد له لوري د غنمو د دغې مرستې ارزښت له اقتصادي پلوه لوړ يادوي.فرهت وايي : پخوا به د ګوادر او کراچۍ بندر له لارې هېواد ته په ډير ځنډ سره واردات کېدل ،چې په همدې اساس د چابهار بندر دې سيمې لپاره ګټور يادوي.نوموړی وايي، چې پاکستاني چارواکو تل سوداګريزې اړيکې د سياست ښکار کړي ، چې په وينا يې افغانستان اوس د چابهار بندر له لارې اروپا او ان تر امريکا پورې خپل صادرات کولای شي.قومي مشر ملک نعمت او ځينې نورو هم افغانستان سره د هندوستان هېواد له لوري د غنمو په شوې مرسته خوښي ښکاره کړه .ياد مشران وايي، هندوستان هېواد پخوا هم افغانانو سره په بېلا بېلوبرخو کې د پام وړ مرستې کړي، چې دوی يې منندوی دي.

د درې قوماندانانو په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شول.ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ زاوې په سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د درې قوماندانانو په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شکمن کس هم ژوندی نیول شوی دی .د یادو عملیاتو په ترڅ کې په وژل شوو کسانو کې د ایوب،چې مشهور په ملک اغا،علي او قصاب په نومونو درې قوماندانان هم شامل دي او همدا راز د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه،چې په کې ګڼ شمیر وسلې،مهمات،نظامي تجهیزات او نور وسایل شامل وو،هم لمنځه وړل شول .په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

په ننګرهار کې د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو او داسلاميک ريليف موسسې په همکارۍ درې سوه بې وزله کورنيو سره دخوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رئيس پوهنيارعبدالحکيم شېرزاد وويل، چې د دوی په هلوځلو او داسلاميک ريليف موسسې په مالي همکارۍ دنږدې درې سوه بېوزله، يتيمو او بې سرپرسته کورنيو سره دخوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .شېرزاد وايي، ورکړل شوې مرسته کې اوړه ، غوړي ، لوبيا ، مالګه ، دوه کمپلې او ځېنې نور توکي ، چې شاخوا شپږ زره درې سوه او دري څلوېښت افغانۍ ارزښت يې درلود شامل و.نوموړي له مرستندويه ادارې د مننې ترڅنګ وويل، چې د يو شمېر نورو بنسټونو په مالي مرسته يې تر دې مهاله دګڼو بېوزله او اړمنو خلکو لاس نيوی کړی او په خبره يې هڅه کوي ، چې په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي.دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رئيس زياته کړه داسلاميک ريليف موسسې تېره ورځ دسره رود په والسوالۍ کې هم دوه سوه بې وزلو او اړمنو کورنيو ته ذکر شوي خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وېشلې ، چې ديادو شويو پيسو په اندازه وو.په جلا ل اباد ښار کې اويا سلنه د موټرو د خپلسرو تمځايونو مخه نيول شوې.دغه څرګندونې د ښاري نظم کميسون مسئول او د ترانسپورت رئيس محمد ايوب شرافت په جلا ل اباد ښار کې د نظم ټينګښت په موخه د روان کمپاين پر مهال وکړې.د ښاري نظم کميسون مشر او د ترانسپورت رئيس محمد ايوب شرافت وايي، چې د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه له تېرې يوې مياشتې راهيسې د ښاري نظم ټينګښت په موخه د ګډو ادارو له لوري کمپاين پيل شوي، چې په وينا يې په برياليتوب سره دوام لري.نوموړي وايي، په تېره يو ه مياشت کې د کمپاين پر مهال د جلا ل اباد ښار د نورو سيمو ترڅنګ مخابراتو ، تالاشۍ او ملنګ جان څلور لارو کې په غيرې قانوني توګه د موټرو د جوړو شويو هډو مخه نيول شوې او خپلو اصلي تم ځايونو ته ليږدول شوي.شرافت وويل، چې د نن ورځې په ترسره شوي کمپاين کې له امير شهيد بڼ څخه تر وچ ډنډ سيمې پورې د سړک دواړو خواو ته درول شوې غيرې قانوني لاسي کراچۍ د ښاروالۍ کار کوونکو له لوري لرې کړای شوې.د نوموړي په خبره په جلا ل اباد ښار کې اويا سلنه د موټرو د خپلسرو تمځايونو مخه نيول شوې.د ښاري نظم کميسيون مرستيال او د لومړۍ امنيتي حوزې امر شيرشاه ظفرخېل وويل، چې پيل شوی کمپاين تر دا مهاله له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي، چې په وينا يې سرغړونکو اشخاصو سره به قانوني چلند ترسره شي.د جلا ل اباد ښار اوسيدونکي رحمت الله په پيل شوي کمپاين خوښي ښکاره کړه او زياته يې کړه چې په ښار کې د پام وړ نطم رامنځته شوی دی.

ننګرهار امنیه قوماندانۍ د مالي او اداري او بشري سرچینو چارې په عصري سیستم سره پیل کړې .ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په هلو ځلو د دې قوماندانۍ د بشري سرچینو او مالي او اداري چارې د کاغذي سیستم څخه کمیوټري سیستم ته بدلې او له دې وروسته به ټولې چارې په عصري سیستم ترسره کیږي .د یاد سیستم د پرانیستې په مراسمو کې چې د سلواغې په ۱۵مه جوړ شوي وو، ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، د پولیسو په چارو کې ورځ تر بلې ښه والی رامنځته کیږي .هغه زیاته کړه،د کاغذي سیستم څخه پرمختللي او عصري سیستم ته د چارو د بدلون په ترڅ کې به د ټولو پولیسو، افسرانو،ساتنمنانو او ساتوونکو کاغدي سوانح،حاضرۍ،د تنخوا سیستم د کاغذي چارو پر ځای عصري او کمپیوټرۍ سیستم ته انتقال شي،چې له امله به يې مالي او اداري برخه کې د سهولتونو ترڅنګ چارې ګړندۍ او شفافې ترسره شي .هغه د نوي سیستم منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې ورځنۍ چارې په عصري سیستم کې د طرزالعمل مطابق ځآی پر ځای کړي،ترڅو په راتلوونکې کې د هر ډول ستونزو مخنیوی وشي .پولیسو ۱۸۶ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيولننګرهار ولايت سره رود، بهسودو او اچين ولسواليو کې پولیسو ۱۸۶ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول.د معلوماتو له مخې د سره رود ولسوالۍ حلقوي سړک سيمه کې پولیسو د خلکو په همکارۍ په کرولا ډوله موټر کې ۱۳۵ کيلو ګرامه نيمه سوزول شوي چرس ترلاسه کړل.په ورته وخت کې د دې ولايت اچين ولسوالۍ کې پولیسو د پلټنې پر مهال په يو عراده سوزکي موټر کې ۴۴ کيلو ګرامه چرس ونيول.دغه راز د بهسودو ولسوالۍ کې هم له يو تن سره اووه کيلو ګرامه چرس نيول شوي دي.د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم پولیسو ۷۰ کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي و.

One thought on “د ننګرهار د دوشنبې خبرونه”
  1. IN GREAT NANGARHAR EVERYTHING ON THE PAGE OF PAPER WRITTING AND FINISH,
    UNEMPLOYEE/POLLINATION/POVERTY/SICKNESS ARE UNLIMITTED MORE THEN EVER,
    ALL JALALABAD CITY IS DIRTY,PUSHCAR IN THE MIDDLE OF STREET.
    TRAFFIC AND DRIVING SYSTEM ARE LIKE JUNGLE,
    POOR YOUNG CHILDREN WORKING,BUT MUJAHEED LEADERS ARE MILIONAIRE/
    CHILDREN NEED TO SCHOOL/FOOD SOLD IN STREET WITH CONTAMINATION/ENVIRONMENT AND AIR DIRTY,
    DIRTY WATER RUNNING IN THE ROADSIDE WITH SMELL BAD,
    NANGARHAR NEED LIKE BASHARMAL GOVERNER
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *