له لویانو نیولې تر وړو، ټول انسانان هیلې لري چې غواړي ورته ورسېږي. دغه هیلې تر هغه وخته نه را برسېره کېږي څو په ارامه فضا کې پرې فکر ونه کړئ. د دغه کار لپاره باید له خپل کور او کورنۍ لرې یوه ځانګړي طبیعت ته پناه یوسی څو په یوه لوی کهکشان کې خپل ځانګړی ځای پیدا کړی. د فکر د داخلي برخې د پاکولو او روښانه کولو لپاره یو هم بهر ته وتل او په پاک طبیعت کې ګرځېدل دي. له همدې دوو لارو کولای شی په نړۍ کې خپل اصلي ځای پیدا کړی، خپلې د ضعف نقطې پیدا کړی او د جوړولو لپاره یې حللارې ولټوی. کله چې په سمسور ځنګل کې او یا هم د سیند پر غاړه یوازې اوسی، له خپل وجوده یو ډول نا اشنا غږونه اوری چې تاسو دې ته اړباسي څو د ځان په اړه شته پوښتنو ته ځوابونه ومومی.
دا چاره د دې سبب کېږي چې د ژوند یو نوی سفر پيل کړی، پخواني منسوخ شوي رواجونه شا ته پرېږدی. داسې فکر کوی چې ګواکې همدا اوس زيږېدلي یاست او د خپل خدای پر لور ور وګرځی.