تاند- د امریکا پوځ له عراق څخه افغانستان ته د خپلو سرتېرو او جنګي وسایلو لېږد پیل کړی دی.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، عراقي چارواکو او دفاعي قراردادیانو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې له عراق څخه څومره امریکايي پوځیان د افغانستان لور ته لېږل کېږي.

په دې اړه لومړی ځل اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور وکړ.

دې اژانس د پینتاګون د ویندوی سمندري جګړن ادریان رینکین ګالووې په قول وویل چې حاضردمه په عراق کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۵۲۰۰ دی خو په افغانستان کې ۱۴ زرو ته رسېږي.

ده وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر زیاتېدا به مرسته وکړي چې لا ډېر افغان ځواکونه وروزل شي.

امریکایان وايي، وروسته له دې چې په عراق کې داعش وځپل شو، په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو اړتیا نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *