کلونه کېږي، چې د بېلتون په تېغ سوري يوو، کلونه کېږي، چې ستمي او سامراجي فکرونه مو يووالي او يو موټيتوب ته نه پرېږدي.
موږ په هر چا پسې تللي یوو او هغوی هم تر نيمې لارې ملګرتيا کړې، خپلې موخې ته رسېدلي او موږ يې نيمه خوا په لار کې پرې ايښې يوو، ددې لپاره چې ژوند سره مينه وکړو او د کرکې پر تابوت د نفرت لاړې تو کړو، لا مو ډېر ستميان قومي او ژبني تعصبونو ته پکی وهي، چې زموږ د يووالي روح ووژني او دښمن زموږ تر مېنو راورسېږي.
له کله راهیسې چې زموږ پر سینه د بېلتون ناسور ايښودل شوی، له هماغه ورځې د افغان له کاله د خوښي سندره مروره شوې او د وير استازومو پر کاله پلتۍ وهلې ده.
له اورنګه تر پرنګه هر چا د افغان په وړاندې له استبداد او ظلم څخه کار اخيستی او ددغه وياړلي متحد ولس د پرمختګ په لاره کې يې موانع ايښې دي.
تر هغو چې يو افغان په دوو نومونو يادېږي، تر هغو به موږ د سرونو قلنګ ورکوو، تر هغو به ستړي او ستومانه تر هديرو درومو او ځوانې هستۍ به دفن کوو، هديرې مو تر کليو راورسېدې، نړۍ له اسمان سره خبرې وکړې، خو موږ لا هم له خپلې تربګنۍ وزګار نه شو، لا هم په خېلونو او قومونو حساب کوو او دا زموږ د تباهۍ تر ټولو لوی ثبوت دی.
تر هغو چې خپلې ستونزې تشخیص نه کړو، د درملنې هڅې يې ونه کړو، بیا به مو هم د پلار نېکه پر مېنه سامراجيان واک چلوي، که بایزيد روښان د خپل قوم او خلکو د يو ځای کولو لپاره له بېلا، بېلو لارو کار واخيست او دمغلو په وړاندې يې جګړه کوله، خو تورې او قلم اتل بیا له هاغه مهال د افغان په ننګ توره تړلې وه او د غلامۍ ژوند يې د ځان او ولس لپاره ذلت ګاڼه.
باچاخان د عدم تشدد په مفکوره خلک راټول کړل او د هغوی د يووالي هڅې يې وکړې، خو درېغه چې موږ لا تر ننه د خپل يووالي مراندې ټينګ نه کړای شول.
موږ که له يوه لوري له سامراجيانو ښه ورځ ليدلې نه ده او هره ورځ زموږ د بېلتون په ټپونو د کرکې زهر شيندي، نو ستميان مو هم په بې رحمۍ سره د يووالي مراندې پرې کوي.
څه موده وړاندې مو د مورنۍ خاورې په پلازمېنه کې د لوی افغانستان نقشې رسم کړې، ددې لپاره چې زموږ هڅې رنګ راوړي، په زرګونو خلکو زموږ ددغه اقدام هرکلی وکړ په تولنيزو او اجتماعي رسنيو کې يې پراخ پوښښ ورکړ، د خلکو دا هر کلی د ځينو بانفوذه اشخاصو له غبرګون سره مخ شول، زموږ دغه چارې ته يې له ستمي سترګيو وکتل او داسې وانګېرله لکه نن چې زموږ محکوم ولايتونه د ای، ايس، ای له استبداد او د پنجاب له واکمنۍ څخه ازاد شوي وي، لکه نن چې سامراجي فکر ماتې خوړلې وي، لکه نن چې زموږ بېل شویوورورڼوله موږ سره د يووالي په دسترخوان پلتۍ وهلې وي.
زموږ پر نقشو يې رنګونه وشيندل او له دېوالونو يې د لوی افغانستان نقشې پاکې کړي، دوی به فکر کړی وي، چې ددې نقشو په پاکېدو سره به دغه ملي داعيه پای ومومي، لوی افغانستان د هر افغان اړتيا او ضرورت دی، که له اوسنيو ناخوالو د خلاصون فکر کوو، نو د خلاصون لاره يې يواځې او يواځې د لوی افغانستان رامنځ ته کېدل دي.
موږ لوی احمدشا بابا د اتل په توګه منو او عکسونه په ډېرو دفترونو کې هسک راځوړند دي، خو د معاصر لوی افغانستان نقشې له دېوالونو پاکوو، دا کوم فرهنګ او کومه کړنه ده؟
کله چې موږ د لوی افغانستان غږ پورته کوو، نو زموږ ډېر ناپوهه او بې فکره ملګري راغبرګه کړي، چې لومړی باید کوچنی افغانستان امن کړو، له هغه وروسته بیا د لوی افغانستان لپاره مبارزه وکړئ، موږ د کوچني افغانستان د امن کولو لپاره لوی افغانستان ضرورت ګڼو، د لوی افغانستان په رامنځ ته کېدو سره ورو وژنه پای مومي، د لوی افغانستان په رامنځ ته کېدو سره موږ د ترهګرو او پنجاب له شر څخه خوندي کېدلی شو.
کله چې د استدلال توان ونه لري، نو بیا وايي، چې له کرښې هغه غاړه ولسونه لوی افغانستان نه غواړي، نو موږ ولې په زور د هغوی د راخپلولو هڅه وکړو، هلته چې له وخته ای، ایس، ای د خپل ظلم او استبداد لړۍ روانه ساتلې ده، هلته هر هغه څوک چې د لوی افغانستان داعيې ته رامخکې شي، ای، ایس، ای يې په مرموز ډول ووژني، خو ددغه ټولو وجوهاتو سره، سره بیا هم هلته د ازادۍ هڅې ګړندۍ شوې دي، د شهيد محسود له شهادت څخه وروسته افغانانانو مارش کړی او له پنجاب څخه د ټولو جنایتونو حساب غواړي، پنجابي مېديا ګونګۍ ده، د همدې مارش هيڅ خبر نه خپروي، هلته ټولې رسنۍ د ای، ایس، ای له لوري څارل کېږی.
پنجاب وېرې اخيستی دی، دغه وياړلی افغان به د محکوميت زولنې ماتوي، له محکومې خاورې به د ازادۍ غږونه راځي، خيبر په دروازه به له کابله تر پېښوره درومو، متحد افغان په کاله کې د مينې او ژوند سندرې زمزمه کېږي، مرګ به ماتې خوړلې وي او له سره به نوی ژوند پيل شوی وي.
هلته به محکوم بلوچستان کې د ازادۍ مجاهدينو خپل دښمن راپرځولی وي او د ملي يووالي له ملي سندرې سره به د لوی افغانستان پر لویه مېنه د خوښۍ اتڼونه وکړي.
وروره پښتانه د فرنګیانو د دښمنی په اور کی سوزی ، کوزه پښنونخوا د انګریزانو د دښمنی او د جاهله امیرانو د ناپوهی له وجهی بیله شوه ، وروسته د بزدلو، عیاشو او ډارنو پاچاهانو په بی پامی او د کوزی پښتونخوا د مزبذبو او دوه مخی مشرانو له لوری دا داعیه له پرمختګه پاتی شوه خو ختمه یی نشوه کړای .نن هم د انګریزانو لاټیان او مزدوران شته چه د د کرښی د تحقق لپاره دسیسی جوړوی . د ډیورنډ کرښی د دواړو خوا پښتانه د مجبوریت ژوند تیرولو ته اړایستلی او د پښتنو د تدریجی ورکی شرایط برابروی ، نو ځکه اصیل پښتانه به دا داعیه هیڅکله نه پریږدی او یو خت به یی که خدای ج کول په لاس راوړی ، انګریزان او لاټیان به ضرور ماتی وخوری