په افغانستان کې د روسیې سفیر ضمیر کابلوف په خپل یوه وروستي بیان کې ویلي دي چې د داعش مقصد افغانستان نه بلکې مرکزي اسیا ده.
د ضمیرکابلوف په دې خبره کې ماته له افغانستان سره یوه بې انصافي ښکاره شوه. دا بې انصافي به لږ وروسته تشریح کړم. اوس به یو سوال وکړم چې د داعش مقصد څه دی؟
که په سوریه او عراق کې د داعش د خلافت دوران ته وګورو او د دوی نظریات مطالعه کړو نو دې نتیجې ته رسېږو چې دوی په ټوله دنیا کې د خپلې خوښې د یوه اسلامي نظام د جوړېدو لپاره کوښښ کوي. البته، دا کوښښ یې سوله ایز نه دی او تر ډیره حده په قتل او جنګ باندې ولاړ کوښښ دی او دغه راز له اسلامي نظامه چې کومه مانا اخلي، هغه یې خپله مانا ده او نور مسلمانان پکې شریک نه دي.

له بلې خوا که د داعش اعمالو ته وګورو، دوی په عمل کې تر ډیره حده د مسلمانانو او تر څه حده د غیرمسلمانانو وژلو ته مټې رانغښتې دي. له نورو هیوادونو سره د اسلامي ټولنو او هیوادونو د روابطو غوڅول، د ښځو د کار او تعلیم مخه نیول، ږیره او د جماعت لمونځ اجباري کول، په جزاګانو کې وهلو، ټکولو، سرغوڅولو او قصاص ته زیاته توجه کول، انتحاري حملې تر سره کول او لنډه دا ده چې د اسلامي هیوادونو ړنګول او د مسلمانانو وژل هغه څه دي چې داعش تر سره کړي دي. البته، د داعش چې زور رسیدلی دی په غیر اسلامي هیوادونو یې هم صرفه نه ده کړې او هر چیرته یې په پوره اخلاص د خدای بنده ګان وژلي او قتل عام کړي دي.
نو په تیوري او عمل کې خو داعش دا کارونه په افغانستان کې هم کوي . اوس سوال دا دی چې د کابلوف د دې خبرې مطلب څه دی چې د داعش اصلي مقصد افغانستان نه بلکې مرکزي اسیا ده؟
داعش که مرکزي اسیا ته هم لاړ شي ، هغه څه به کوي چې د افغانستان په ننګرهار یا د عراق په موصل کې یې تر سره کړل، یعنې مکتبونه یې بند کړل، ښځې یې په کور کېنولې، د ښځو وینځې ګرځول یې روا وبلل، انتحار یې بېخي د ثواب کار وګاڼه او د پلونو په ړنګولو، د سړکونو په خرابولو، د خلکو د اقتصاد په تباه کولو کې یې ښه په اخلاص سره هڅې وکړې او لا کوي یې. طبعا د مرکزي اسیا خلکو ته به هم د داعش همدا پیغام وي. کابلوف ولې وایي چې افغانستان یې مقصد نه دی، بلکې مقصد یې مرکزي اسیا ده؟
د کابلوف د زړه خبره دا ده چې که داعش افغانستان ړنګوي او د افغانستان خلک وژني، ما ته یې تاو او تاوان نه رسېږي خو که مرکزي اسیا ته راشي، بیا به ما ته هم خطره پیښه وي او چې ما ته خطره پیښېږي دا بیا سمه خبره نه ده.
په حقیقت کې کابلوف داعش د انسانیت د خیر له زاویې نه مطالعه کوي، بلکې د خپل هیواد د ګټو له نظره ورته ګوري او دا هغه بې انصافي ده چې دی یې او د ده غوندې ځینې نور کسان یې له افغانانو سره کوي.
همدا بې انصافي ده چې کابلوف یې دې ته هڅولی دی چې له طالبانو سره رابطه ونیسي.
طالب هم تقریبا هر هغه جنایت تر سره کړی دی چې داعش یې ترسره کوي. د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته د سلګونو افغانانو وژل او ټپیان کول د طالب د جنایت یو مثال دی چې داعش هم دې ته ورته اعمال تر سره کوي. خو د طالب په برخه کې روسیه ځکه خاص تشویش نلري چې طالب د آی، ایس، آی د تربیې او هدایت په اساس، همدغه داعشي جنایت یوازې او یوازې د افغانستان او افغانانو په حق کې کوي او کابلوف ته یې تاوان نه رسېږي.
زما په اند، انصاف دا دی چې هغه څه بل ته هم وغواړو چې ځان ته یې غواړو. جنایت، جنایت دی او قتل، قتل دی. کابلوف باید د یوه متمدن اروپايي ملک د سفیر په حیث دومره هم بې انصافه نه شي چې د خپل وطن خلکو ته ډیر لرې احتمالي خطر لیدلای شي خو په افغانستان کې د داعش او نورو ترورستو ډلو روان وحشت ورته د وحشیانو اصلي مقصد نه ښکاري او د کم اهمیته کولو هڅه یې کوي.
داعش دا هغه داعش نه دي چه په عراق او سوريي کي امريکاه او انګلس کښت کړي وه او عربستان يي دافراطي سلبي عناصرو په غونډولو کي او اسرايلو يي په تداوي کي کومک کاوه دافغانستان داعش دروسي ،ايران ،پاکستان داعش دي چه تربيه په پاکستان کي دافغان دوژولو په خاطر او ددغو درو هيوادو لکه روسيه ،ايران،پاکستان دمداخلي زمينه په افغانستان کي او ديوه ضعف حکومت په افغانستان کي او دافغانستان دپرمختګ مخنيوي په خاطر.موږ ته ترمخه ډير پخوا معلومه وه چه روسان دافغانانو سره کوم دبشر دوستي احساس نه لري صرف او صرف دخپلو منافعو په خاطر تپ او تلاش لري.بله مهمه خبره دايران داعشان به هغه دفاطيمينو ډله چه خردوان داجراييه معاون دايران په همکاري په سوريي کي جنګوله وافغانستان به راسي او دداعش کم رنګي به پر رنګه کړي او روسيه او پاکستان به يي همکاره او دوسلو او دتداوي همکاري پرغاړه واخلي.عيننا دامريکاه دتاکتيک څخه ګټه او دهغه کاپي ده.دخلاصون لاره افغانان بايد دفسادپيشه خلګو دحمايت څخه لاس واخلي او ويوه قانوني حکومت ته لاره برابره کړي چه ددغو مردارخورو مخه ونيسي.دافغان ددښمنانو دنابودي په هيله.