سه شنبه
۱۳۹۶/سلواغې/۱۷
د( اصلاحاتو پر محور) کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شو. دغه کتاب چې د نیمروز مرستیال والي سر دار محمد همدرد په هلمند کې د خپل ماموریت په جریان کې لیکلی دی، چاپ او د مینوالو د چوپړ لپاره بازار ته وړاندې شو.
ښاغلي همدرد په دغه کتاب کې د هلمند د پنځلس کلن وضعیت پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او بېلا بېلو برخو ژور بحث کړی دی. د دې ترڅنګ مرستیال والي په نوموړي کتاب کې په هلمند ولایت کې د خپل( ۱۶۳) ورځني ماموریت فعالیتونه هم را اخیستي دي.
یاد کتاب چې بېلابېل اړخونه لري، د هلمند د تېر پنځلس کلن دوران تاریخي څنډه هم تشکیلوي. پر دې سر بېره دغه کتاب اوسني حکومت ته په بېلا بېلو برخو کې معقول او مناسب وړاندیزونه هم لري، چې د هلمند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت خوارا مثبت اغېز کولی شي.
یاد کتاب اوس مهال د کابل په مشهورو کتابپلورنځیو کې د لاس رسي وړ دی او په راتلونکو نږدې ورځو کې یې مینوال په ولایتونو کې هم تر لاسه کولای شي.
په درنښت!
د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتي دفتر