عبدالله عبدالله

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تداماچي یاماموتو سره ولیدل.

اجرائیه رئیس او ښاغلي یاماموتو په دې لیدنه کي د افغانستان پر وروستيو امنیتي پيښو او هغو جنګي جنایتونو چي وسلوال طالبان ئې مرتکبین دي خبري وکړې.

دوی همداراز د جنګ ترڅنګ د سولي په پروسه کي‌د هڅو د دوام پر اهمیت او له دې لاري د ستونزي د اساسي حل پر لټون بحث وکړی.

په دغه لیدنه کي د کابل پر پروسې او پکښي د سیمي او نړۍ هیوادونو پر ګډون هم ټنګار وسو.

————————————-

اجرائیه رئیس په کابل کي د امریکا له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د امریکا د متحدو ایالاتو له سفیر جان باس سره ولیدل.

په دغه لیدنه کي د افغانستان د امنیت او سولي پر مسائلو او په یادو برخو کي پر راتلونکو فعالیتونو بحث وسو.‌

د هیواد اجرائیه رئیس وویل،‌چي حکومت د کابل د پروسې لپاره لازمه امادګي نیولې او له دې لاري به په افغانستان کي د دایمي سولي د راتګ په هدف د سیمي او نړۍ د هیوادونو همکاري همږغې کړې.

د امریکا د متحدو ایالاتو له سفیر سره په ننۍ لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌د اړیکو پر بهبود هم نظرونه تبادله سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *