تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پېکینګ ته په رسمي سفر ورشي.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې په پیکینګ کې د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، ښاغلی کرزی به په دې درې ورځني سفر کې، چې د سپټمبر په ۲۵ مه /چهارشنبه/ پیلېږي او تر ۲۸ مې دوام کوي، د چین له ولسمشر شي ژین پینګ او نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.
ویاند همداراز وویل، د افغانستان ولسمشر به د دې سفر په لړ کې، چې د خپل چینايي ساري ښاغلي ژین پینګ په رسمي بلنه چین ته ورځي، د یورو – ایشیا په اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.
ګومان کېږي چې د افغانستان ولسمشر به له چینايی چارواکو سره د عینک د مسو د کان د تړون په اړه هم خبرې وکړي.
د چین د پولادو دولتي شرکت (ایم سي سي) له افغانستان سره د دې کان په قراداد کې د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي تر څو چې په نویو شرایطو له دوی سره موافقه ونه شي قراداد په یو اړخیز ډول لغوه کوي.
چینايي لوري ویلي چې د لومړني قرارداد خلاف د برېښنا د تولید لپاره بند، د وسپنې ویلو کولو لپاره فابریکه او د اورګاډي پټلۍ نه جوړوي او د افغانستان حکومت ته د کال څه باندې دوه سوه ملیون ډالره قایل شوی امتیاز هم نه ورکوي.