د افغانستان د ورانیو او بد بختیو لامل که څه هم بهرنۍ کړۍ او ستراتېژيک موقعيت دی، خو ددې تر څنګ زموږ د خپلو هېوادوالو د زده کړې او پوهې څخه لېري پاتې کېدل، بې سوادي او په خپل ورځني ژوند کې د منظم مهال وېش نه درلودل هم ددې ناوړه او ستونزمنو حالاتو یو ستر لامل دی.د يوې ټولنې پرمختګ، پرمختيا، پراختيا او یا په شا تګ د هغې ټولنې په ځوانانو پورې تړلی دی. ځوانان د يوې ټولنې خوځنده ځواک دی، د ټولنې سترګې او شتمني ده.
د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ راز په دې کې دی، چې ځوانان يې په سالم فکر او په فعاله ډول په علمي او ټولنیزو کارونو کې ونډه اخلي.که ځوانان مو سم فکر او سالمې کړنې ولري، نو ښکاره خبره ده چې ټولنې ته به نېکمرغي او هوسايي راولي، خو که ځوانان مو ناسم فکر او ناسمې کړنې ولري؛ نو ټولنه به د تباهي په لور روانه شي ، نو د یوې هوسا، اسلامي او پرمختللي ټولنې د رامنځته کېدو لپاره باید د زده کړې او سالمې تربیې لاره غوره کړي او ځوانان موباید د خپل هېواد د هر اړخیزې رغونې ډګر ته را ودانګي، تر څو پرمختګ په خپل لاس کې واخلي، ځکه چې الله (جل جلاله )نه غواړي چې د يوه قوم حالت بدل کړي، مګر دا چي دوئ يې په خپله وغواړي همدا تاسې ځوانان یاست چې د ښوونې او روزنې له لارې د خپل هېواد او دردېدلو هېوادوالو لپاره وړ خدمات ترسره کولی شئ.او هغه ستونزې چې ددې ملت په وروسته پاته والي کې ستر رول لري، د خپل توان په اندازه د ځوان نسل سره د شریکولو او هغوئ ته د لار ښوونې له لارې حل او له منځه یوسئ او دا زموږ او ستاسي ځوانانو دنده ده، چي ځوان نسل له ورته پېښو، ستونزو او ګواښونو خبر کړو، همدارنګه هغوئ د علم او پوهې په ګاڼه سمبال او د نړۍ د پرمختګ سره يې اوږه په اوږه روان کړو او کوم مسئولیت چې د یوه ځوان په حیث په اسلامي ټولنه کې را تر غاړې دی، هغه په ښه شان تر سره کړو، تر څو د نورو له اړتیاو پرته ښکلې، اباده، پرمختللې او سوکاله ټولنه او په پایله کې د ستونزو او بدبختیو څخه لېري، ښېرازه او په خپل ځان متکي افغانستان ولرو.
په درنښت!
د څوان نسل د راويښېدو په هيله
پوهيالی نذيرجان صديقي