ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

 په ځانګړو وختونو کې د ځينې خوړو خوړل د بدن لپاره خورا مهم دي. کله چې دا خواړه په ناسم وخت کې وخوړل شي، نو زموږ روغتیا ته په مختلفو برخو کې زيان رسوي. د بېلګې په توګه په شپه کې د کېلې خوراک زکام او ټوځی راپیدا کولی شي، دا په داسې حال کې ده چې د شپې لخوا د خوږو خوړل  موږ  د وزن د زياتېدو د خطر سره مخامخوي . لاندې هغه ۷ غذايي توکي دي چې په غلطو ساعتونو کې يې خوړل زموږ روغتيا ته زيان رسوي.

۱- شيدې

د څښلو لپاره غوره وخت: شپه

څېړونکي ادعا کوي چې د شيدو څخه د ګټه اخېستلو لپاره تر ټولو غوره وخت شپه ده، ځکه چې دا د هضم لپاره ډېر وخت نيسي او ممکن ستاسو د ناراحتۍ  لامل شي. د شپې لخوا د  شيدو څښل ستاسو بدن ته آرامښت ورکوي او حجرو ته اجازه ورکوي چې په مؤثره توګه غذايي موادو جذب کړي په داسې حال کې چې تاسو استراحت یاست.

د څښلو لپاره تر ټولو نامناسب وخت: سهار

په سهار کې د فزيکي فعاليتونو له امله د شيدو هضمېدل ستونزمن بريښي، ځکه د شيدو هضمېدل ډېر وخت او استراحت ته اړتيا لري.

۲- وريژې

د خوراک لپاره غوره وخت: ورځ

د وریجو د خوراک لپاره تر ټولو مناسب وخت غرمه ده، ځکه د شپې په پرتله ورځ کې د ميتابوليزم عمليه په ښه ډول ترسره کېږي.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: شپه

د شپې لخوا بايد د وريژو د خوراک څخه ډډه وشي، ځکه وریجې په لوړه اندازه د نشايستې درلودونکي دي چې هضمول يې ډېر وخت نيسي او همدارنګه د وریجو ډېر خوراک د وزن د ډېروالي لامل ګرځي.

۳- مستې

د خوراک لپاره غوره وخت: ورځ

د مستو خوړل د هاضمې سيستم سره مرسته کوي او دا يو پروبيوټيکه غذا ده چې د کولمو په سلامتيا کې مرستندويه ده، همدارنګه د مستو خوراک د هډوکو لپاره ګټور دي او څېړونکي وايي غواړئ چې ښکلي ويښتان ولرئ نو يو لاره يې د مستو څخه کټه اخېستل دي.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: شپه

د شپې لخوا د مستو خوراک زمونږ د تنفس سيستم د ستونزو سره مخامخوي او د ټوخي لامل ګرځي.

۴- بوره

د خوراک لپاره غوره وخت: ورځ

د سهار لخوا  د بورې، چاکلېټو او هغه ټولو خوراکي توکي چې خواږه دي، خوړل یې ګټور دي، دا ځکه د ورځې لخوا زمونږ بدن فعال وي او بدن مو د دې وړتيا لري چې د شپې په پرتله د ورځې په  اوږدو کې قندلرونکي مواد په ښه ډول هضم کړي.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: شپه

د شپې لخوا د قند لرونکو توکو مصرف يوازې د چربۍ د زياتېدو لامل ګرځي او بس، ځکه په شپه کې د بدن فعالیت کم وي.

۵- لوبيا

د خوراک لپاره غوره وخت: شپه

د شپې لخوا د لوبيا خوراک د هاضمې سيستم سره مرسته کوي او د کلسټرول کچه راتيټوي او همدا رنګه له تاسو سره مرسته کوي چې ښه خوب ولرئ.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: سهار

د ورځې لخوا د حبوباتو  ( لوبيا، نخود، دال … ) خوړو څخه ډډه وکړئ، ځکه اشتيا مو زياتوي او د دې لامل ګرځي چې تاسو د ورځې په اوږدو کې ډېره ډوډۍ وخورئ.

۶- کېله

د خوراک لپاره غوره وخت: غرمه

کېله د هاضمي پروسې سره مرسته کوي. کېله طبيعي انتي اسيدونه لري چې د ورځې په اوږدو کې د انرژۍ کچه لوړه ساتي او د فزيکي کارونو څخه مخکې يوه بشپړه غذا ده.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: شپه

کله چې د شپې لخوا وخوړل شي د ټوخي سبب کیږي. کیله د مګنیزیم له اړخه ډېره بډایه ده، که چېرې د شپې / ورځ  په اوږدو کې په خالص ډول وخوړل شي، نو د معدې ستونزې  پیدا کوي.

۷- مڼه

د خوراک لپاره غوره وخت: سهار

مڼه هغه غني مېوه ده چې د پکتين په نامه د موادو درلودونکې ده. پکتين د سرطاني نارغيو په مخنيوي کې رغنده رول لوبوي. مڼه د بدن په روغتيا او د پوستکي ښکلا او تازه ساتلو کې ډېر رول لري.

د خوراک لپاره نامناسب وخت: ورځ / شپه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *