تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو د اعتراضي غونډې ملاتړ وکړ.

ولسمشر غني نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پښتانه له افراطیت او ترهګرۍ ستومانه شوي او دا مدني لاریون یې پیل کړی دی.

ښاغلي غني ویلي چې د پښتنو د دې مدني او سوله ییز حرکت ملاتړ کوي او د تروریزم او افراطیت پر ضد یې یو ګټور ګام بولي.

له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په زرګونو پښتانه په اسلام اباد کې راغونډ شوي او د پښتنو خلاف په پاکستان کې د ظلمونو او بې عدالتیو د پای ته رسېدو لپاره د حکومت د اقداماتو غوښتنه کوي.

ولسمشر غني د دغو احتجاج کوونکو حرکت ته په اشارې ویلي چې هغوی د عدم تشدد د فسلفې پیروي کړې او د فخر افغان ستر پاچاخان په ګامونو یې ګام ایښی دی.

د افغانستان ولسمشر د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکی ږغ بدرګه کړي.

د پښتنو د روان لاریون پراخوالي او جدیت ته په کتو د پاکستان رسنیو هڅه کړې چې هغه زیات منعکس نه کړي.

پرون د نوبل د سولې د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د دې لاریون ملاتړ اعلان کړ.

همداراز د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو ګڼو ښځو، مدني او سیاسي فعالانو په لاریون کې ګډون وکړ او ملاتړ یې ورڅخه څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *