تاند- په اسلام اباد کې د اعتراض لپاره د راغونډو شویو پښتنو مشران وايي چې د پاکستان حکومت ژمنه ورکړې چې د دوی ټولې غوښتنې به عملي کړي.
د پاکستان حکومت اعتراض کوونکو ته ویلي چې د دوی ټولې غوښتنې به ومني خو یوه میاشت وخت غواړي.
اعتراض کوونکي وايي، که حکومت په یوه میاشت کې د دوی غوښتنې عملي نه کړې، بیا به احتجاج ته راووځي.
دوی وايي، د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره په هغه غونډه کې، چې د فبرورۍ په شپږمه د صدراعظم په دفتر کې وشوه او د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، د صدراعظم د سیاسي چارو سلاکار انجنیر امیر مقام او یو شمېر نور چارواکي هم پکې حاضر وو، یو لړ ژمنې وشوې.
مظاهره چیانو وویل چې دا ژمنې تر هغو نه مني چې تضمین نه وي ورکړای شوی.
د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې د نجیب الله مسید قاتل راو انور به ژر تر ژره نیسي او عدالت ته سپاري.
په جنوبي وزیرستان کې به ماینونه، چې د پاکستان پوځ ایښي او هره ورځ ملکي وزیر او مسید پکې وژل کېږي، پاکوي او د خیبر پښتونخوا ګورنر موظف دی چې د دغو ماینونو قربانیانو ته تاوان ورکړي.
د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې چې یو کالج به په جنوبي وزیرستان کې د «نجیب الله مسید کالج» نوموي.
د باکستان د مفسدو حکامو او آی اس آی سوابق دا ثابتوی چی دوی د دین او ملت پر وړاندی نه یواځی احساس د مسؤلیت اوتعهد نلری بلکی انسانی روش هم تری هیر شوی ځکه چی ددوی ژوند پر معاملو او مسلمان وژنی تیر شوی .
دا یواځی د لس زرو نه زیات د سر سړی ندی چی دوی له پښتنو وژلی ددی نه مخکی دبنګلدیش تر بیلیدو وړاندی هم تر څلور سوه زرو زیات مشران دی جنایت پیشه وو شهیدان کړی خو بیا هم دی رذیلانه او وحشیانه روش د ملتونو تصمیم بدل کړی ندی ،مګر دا قاتلان بیا هم ناکامه تجربه تکراروی ځکه چی:
عادت په بند نه ځی
عادت په پند نه ځی
عادت له سر ،سره تړلی دی
نو پښتانه ځوانان دی هوښیار وی او د قاتلانو خم خم رفتن د بل ښکار لپاره نه وی او یا د آی اس آی خادم ملا ډوله دوی ونغولوی او د تشتت ښکار نشی