لیکنه: حامد حقمل
په پرمختللې نړۍ کې ټول ملي او سیاسي ګوندونه د ځوانانو د روزنې لپاره ځانګړې څانګې لري، چې د هیواد د ر اتلونکي د پاره په ملي روحیه سمبال لیډران یا رهبران روزي، زموږ په هیواد کې له بده مرغه لومړی خو ملي سیاسي ګوندونه نشته، اول خو ملي ګوندونه پیدا کیږي نه کوم چې شتون لري هغه بیا ورته د روزنې پروګرامونه نه لري.
خو د ملي ګوندونو برعکس په افغانستان کې خورا ډیر ګوندونه شتون لري، چې له بده مرغه زموږ ددځوانانو ذهنتیتونه یې داسې خراب روزلي چې زه فکر کوم ډیر په ډیرو سختیو به هېواد پالنې ته برابر شي. ځکه دغه ګوندونه ځوانانو ته
مخالف د خپل هېواد، قومي، ژبني تعصبونو باندې روزل کیږي چې تر ډیره همدا سیاسي ګوندونه دي.
په نورو هېوادونو کې تر ډیره ګوند نه جوړیږي او کله چې جوړ شي ډیر تمرکز یې په ځوانانو دا وي تر څو هغه د هېواد په ملي، کلتوري او فرهنګي اهمیت باندې ورزي، هلته هغه ګوند ډیر پلوي لري کوم کسان چې هېواد پالنې ته ډیر لېول دي، هلته یوازې هغه ګوند پرمختللي او بریالی کېږي کوم چې په علمي بڼه خپلو هېوادوالو ته په زده کړو، اقتصاد، فرهنګ کې خپل هېواد ته ډیر کار کړی وي،
خو دلته بیا برعکس هغه ګوند پرمختللی دی چې مشر یې مطلق بېسواده، قومي، ژبني، فرهنګي تعصبګر او د هېواد پالنې د انګېزې نشتون، د بل هېواد فرهنګي او کلتوري مزدور چې ښې بېلګې یې په تلویزیونو کې د فرهنګي سریالونو او په خصوصي پوهنتونو کې د زده کړو او ورکشافونو کې لیدلی شو.
# بیا هم د یو افغان په حیث په خپلو مشرانو غږ کوم چې خپل د هېواد اوسني نسل خپل زامن او ځوانانو په روزنه کې مو په ایماني وجدان باندې داسې روزنه ورکړئ، تر څو د ځوانانو ذهنونه هېوادپالنې ته جوړ شي.
حامد حقمل په هېوادنۍ مینه