په تیرو اولس کلونو کې په لسګونو ځله افغان او پاکستاني مقاماتو سره کتلي او افغان لوري له پاکستان څخه د همکاري غوښتنه کړې ده. د دغو کابو ټولو مذاکراتو په پای کې دواړو غاړو ویلي دي چې خبرې بدې نه وې، ځینې پرمختګونه پکې وشو او د نور پرمختګ تمه هم کیدای شي.
د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشري د تیرې جمعې او شنبې په ورځ اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په پای کې هم د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل ولیکل چې ښه مذاکرات وو، ځینې توافقات تر لاسه شول او نور کار هم پکار دی.
خو په تیرو اوولس کلونو کې له پاکستان سره د لسګونو ځله مذاکراتو برخلاف دا ځل افغان حکومت د مذاکراتو د نتایجو په اړه بل څه وویل. افغان پلاوي کابل ته له راستیندو وروسته وویل چې مذاکرات ناکام وو او پاکستان د افغانستان اساسي غوښتنو ته چې له تروریزم سره د پاکستان په چلند پورې تعلق لري، واضح ځواب نه دی ورکړی.
د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسي کې د وخت وژل یو بنیادي ټکی دی. پاکستان دې ته په تمه دی چې د طالبانو جنګ په افغانستان کې تر هغه وخته اوږد شي چې افغانان او نړیوال متحدان یې پوره ستړي شي او بالاخره د افغانستان سرنوشت پاکستان ته وسپارل شي.
خو د پاکستان دغه ستراتیژي د پاکستان لپاره خطرناکه هم ده. دا خطر شته چې له پاکستان څخه د نړیوالې ټولنې د پوره مایوسي په نتیجه کې دغه هیواد ته سخت مشکلات جوړ شي.
په تیرو څو میاشتو کې چې د طالبانو او پاکستان په خلاف د امریکا په دریځ کې شدت زیات شوی دی نو ګڼو ماهرانو او صاحب نظرانو دا خبره کړې ده چې د پاکستان د ځبلو لپاره له امریکا سره مختلف وسایل شته. امریکا کولای شي چې پاکستان په مالي او اقتصادي لحاظ خراب کړي او ان په خپل کور کې امنیتي ستونزې ورته جوړې کړي.
پاکستان له همدې وېرې او د امریکا له توند چلنده د ځان د ژغورلو لپاره دې ته اړتیا لري چې همیشه د همکاري ټټر وډبوي او افغان لوري او نړیوالو ته ووایي چې له تروریزم سره په مقابله کې له نورو سره سلا مشورو او همکاري ته تیار دی.
پاکستان له توند غبرګونه د ځان د ساتلو لپاره په تېرو اولس کلونو کې ځینې طالب او القاعده مشران امریکایانو ته په لاس ورکړي دي او په لسګونو ځله یې د همکاریو ژمنې تازه کړي د ي.
لکه څنګه چې مو وویل پاکستان د وخت وژلو د کاذب امید رامنځ ته کولو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې جنګ تر هغو پورې وغځوي چې د ده مقصدونه پوره شي.
پاکستان د افغانستان له تباه کولو او خصوصا د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د ثبات له خرابولو دوه واضح مقصدونه لري: یو دا چې د پاکستان په قلمرو کې پښتانه پوره وځبي او بل افغانستان دومره بې وسه کړي چې د پاکستان لمن ته ځان واچوي.
پاکستان د افغانستان د پوره بې وسه کولو لپاره د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوطه وروسته د افغانستان د اردو او نورو دولتي بنیادونو د ختمولو توطیه کامیابه کړه او بیا یې طالبان راوستل چې نوره دنیا دې ته مجبوره شي چې له افغانستان سره روابط ونلري او په دې ډول افغانستان د پاکستان په مستعمرې بدل شي.
پاکستان اوس هم د خپلو مقصدونو د پوره کولو په تمه دی او افغانان نور دې ته اړتیا نلري چې د پاکستان په وعدو ځان تیر باسي. لکه څنګه چې راپورونه وایي ، افغان پلاوي اسلام اباد ته په وروستي سفر کې له پاکستان څخه په صراحت غوښتي دي چې که طالبان سولې ته تیاروې نو تر څه وخته دا کار کولای شې؟ او که یې سولې ته نه شې تیارولای نو تر څه وخته یې رهبران له خپلې خاورې څخه شړلای شې؟
پاکستان دې غوښتنو او پوښتنو ته واضح ځواب نه درلود او په همدې وجه افغان لوري د سفر په پای کې په صراحت سره وویل چې مذاکرات ناکام وو. دا ځل افغان لوری حتی دې ته هم تیار نه شو چې د مذاکراتو په پای کې له دود سره سم ، د دواړو لوریو مشترکه اعلامیه صادره کړي.
که څه هم پاکستان ګاونډی دی او افغانستان په نړۍ کې له ټولو هیوادونو خصوصا ګاونډیو سره ښو تعلقاتو ته اړتیا لري خو کله چې ګاونډی د پاکستان غوندې د لستوڼي د مار حیثیت ولري نو بیا ځان تیر ایستل ساده ګي او له ملت سره ظلم دی. افغان حکومت باید د پاکستان د کثیفو نیتونو په اړه هم خپل ملت او هم نړیوالو ته واضحې خبرې ولري او له شف شفه لاس واخلي.
له پاکستان سره واضحې خبرې او د پاکستان په اړه واضح پالیسي دغه هیواد دې نتیجې ته رسولای شي چې منافقت او دوه مخي یې نور خریدار نلري.
زما په نظر دا مذاکرات زمونږ لپاره کامیاب ول . د پنجاب منحوس نیت مونږ ته مالوم شو. دوی په افغانستان کې سوله نه غواړي. لاهم خپل لجاجت ته دوام ورکوي. وخت ضایع کوي او غواړي نور فرصتونه لاس ته راوړي.
بنا باید خپل فعال خاجي سیاست ته دوام ورکړو ، پر پنجاب هرډول نړیوال فشار ته دوام ورکړو . انشاالله پنجابیان په خپل رنګ کې ماته خوري او د پښتنو اتحاد هم حتمي برېښي.