محمد داود قریشي

محمد داود قریشي

ولسمشر محمد اشرف غني چې واک ته له رسېدو سره سم یې د پاکستان پر وړاندې توند او د مقاومت سیاست غوره کړی دی، د هرې ورځې په تېرېدو سره یې سیاستونه د عملي کېدو په حال کې دي.

لکه څنګه چې له یوې خوا ولسمشر خپله په اقتصاد کې دوکتورا لري او په نړیواله کچه یې په ډیرو مهمو اقتصادي اداراتو کې دندې ترسره کړې دي او له بلې خوا د افغانستان د جګړې یو مهم اړخ هم اقتصادي اړخ دی نو ولسمشر هم د پاکستان پر وړاندې د مقاومت پیل له اقتصادي پروګرامونو وکړ، تر ټولو لومړی یې پر پاکستان د افغانستان د اقتصادي اتکا د ختمولو لپاره هر اړخیز او جامع پلان په لار واچاوه تر څو له یوې خوا هیواد د پاکستان له احتیاجه خلاص کړي او له بلې خوا پاکستان ته سخته اقتصادي ضربه ورکړي.

ولسمشر وشو کولای چې د پاکستان سره د هیواد سوداګریزه راکړه ورکړه ډیره محدوده کړي او د پاکستان صادراتي پالیسي یې له ډیرو ننګونو سره مخ کړه، چې د افغانستان د تجارت او صنایعو خونې د مشر خان جان الکوزي له قوله په ۲۰۱۲ ز کال کې د کراچۍ بندر له لارې ۷۰۰۰۰ کانتینره تجارتي اموال افغانستان ته وارد شوي وو، خو په ۲۰۱۷ ز کال کې دا اندازه ۴۵۰۰ کانتینره وه چې دا کار د پاکستان اقتصاد ته یو ملا ماتوونکی ګوزار وو، همدا ډول منځنۍ اسیا، چین، هندوستان او یو شمېر نورو هیوادونو سره د افغانستان د مستقیمې سوداګرۍ پیل او پراختیا هغه څه وو چې د پاکستان د خوب ۷۰ کلن تعبیر یې غلط ثابت کړ.

له بله پلوه په هیواد کې دننه چټکو اقتصادي پروګرامونو په پلي کیدو سره هم پر پاکستان ډیر اقتصادي فشارونه راغلي لکه د اوبو بندونو جوړول، د صادراتي ګمرکي تعرفو لوړول، د مالیاتي سیستمونو شفافیت او داسې نور اصلاحات!

تر ټولو مهم دا چې امریکا هم پر پاکستان خپلې ټولې اقتصادي مرستې ودرولې، نو دا او دېته ورته نور هغه موارد دي چې پاکستان یې د یو ډول اقتصادي تزلزل سره مخ کړی دی او د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر د پلان لومړۍ برخه په کامیابۍ سره پر مخ روانه ده.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې له روانو کړکیچنو حالاتو داسې ښکاري چې ولسمشر غني د پاکستان پر وړاندې د خپل پلان په دوهمه او اساسي برخه (سیاسي ډګر کې) کار پیل کړی دی. له شکه پرته چې په پاکستان کې روان سیاسي حالات د افغانستان حکومت له نژدې څاري او په ښکاره او پټ ډول د ځینو ډلو ملاتړ هم کوي.

په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان ملي امنیت د ریس په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي پاکستان ته سفر درلود، دا چې د پردې تر شا هر څه وو خو په ښکاره ډول هم د دواړو لوریو خبرو کي ډیر تناقض موجود وو، افغان لوري د کره او مستندو شواهدو خبره کوله خو پاکستاني لوري د تل په څېر تش په خوله د همکارۍ ژمنې کولې؛ له دې وروسته کله چې  د پاکستان له لوري هم په یو متقابل اقدام کې یو پلاوی کابل ته راغی، نو له یوې خوا د پلاوي ترکیب ډیر کمزوری وو او له بلې خوا ورسره کوم واضح پیغام او ځواب هم نه وو .

د پاکستان له لوري د افغان حکومت خبرو ته د اهمیت نه ورکولو په مقابل کې افغان حکومت کوم احساساتي دریځ خپل نه کړ بلکه د یو تدبیر له مخې یې د فشار ډلو څخه د کار اخیستنې تګلاره غوره کړه، هغه تګلاره چې سیاست کې ورته د لړم زیږون پالیسي وایي یعنې د یو هیواد له منځه د همغه هیواد پر ضد د ځینو ډلو کارول، په دې مانا چې افغان حکومت د پردې تر شا په پاکستان کې دننه د پښتنو او بلوڅو تحریکونه پیل کړل، هماغه وو چې د پاکستان او افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم  د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد پراخ لاریونونه ترسره شول، دا لاریونونه د پاکستان په تاریخ کې د ۱۹۴۸/۸/۱۳ نیټې د بابړې (چارسدې) پېښې څخه چې د پښتنو په کربلا مشهوره ده ۷۰ کاله وروسته هغه لاریونونه وو چې پښتنو پکې د خپلو حقه حقوقو غوښتنه کوله یعنې پاکستان مېشتو پښتنو خپل ۷۰ کلن سکوت مات او د پنجاب د ظالمانه کړنو په مقابل کې ودرېدل.

افغانستان کې روانه جګړه ،کمزوری دولت، د پاکستان مېشتو پښتنو پاشلتیا او د پاکستان په دولت کې د پښتنو او بلوڅو کمزورې ونډې ته په کتو د پاکستان پنجاب پلوي فوځ او استخباراتو ته دا یوه ناشونې خبره ښکاریده چې پښتانه او بلوڅ دې داسې منظم او پراخ لاریونونه وکړي، خو له یوې خوا د پاکستان مېشتو پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنې روحیې په پیاوړي کیدو او له بلې خوا د افغان حکومت د نفوذي ډلو د کارونې سیاست د پاکستان دا محاسبه هم غلطه ثابته کړه.

ددې لاریونونو په پراخېدو سره پاکستان د ډیرو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخ شو چې بالاخره د شنبې په ورځ د لاریون کوونکو پنځه واړه غوښتنې د پاکستان حکومت له لوري ومنل شوې، او د لاریون کوونکو له لوري حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړ شو که په یوه میاشت کې دننه یې غوښتنې عملي نشي نو بیا به لاریونونه پیل کړي. له دې سره هم مهاله مخکې له دې چې لاریونونه ختم شي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ پر یو لړ مسایلو وغږیږي.

نو پوښتنه دا ده کله چې یو افغان پلاوی بې لاسته راوړنو بیرته ستنیږي او د پاکستاني پلاوي ځواب هم ډیر سوړ وي نو په پاکستان کې پراخ لاریونونه پیلیږي خو په دوهم قدم کې د بل پلاوي په ورتلو سره روان لاریونونه ختمیږي؛ آیا دا کوم تصادف وو چې پیښ شو؟ او که نه د یو مهندسي شوي زنځیري پلان تطبیق دی؟

زما په اند، دا کوم تصادف نه دی بلکه د یو هر اړخیز جامع پلان تسلسل دی، ځکه نور نو هغه وخت نه دی چې په افغانستان کې دې هر څه د پاکستان په خوښه وي، بلکه اوس افغانستان هم په پاکستان کې د لاسوهنې وړتیا لري.

نه یوازې دا بلکه امریکا سره د پاکستان د اړیکو خرابیدل او پر پاکستان د مرستو بندېدل، کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ تازه نښتې، پاکستان کې د چین د ځینو اقتصادي پروژو ځنډېدل، د امریکا له لوري له ناټو پرته د ملګرو هیوادونو له لېست څخه د پاکستان ویستل، عربي هیوادونو سره د پاکستان د اړیکو کم رنګه کېدل، افغانستان ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دلوړ پوړي پلاوي راتګ او د افغان حکومت له لوري ورته د پاکستان پر ضد د کره شواهدو سپارل او په پاکستان کې داخلي اړو دوړ د افغانستان د منظم او دقیق بهرني سیاست لاسته راوړنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *