تاند- د روسیې د هوايي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه مسکو ته نژدې ولوېده او درسته سپرلۍ یې مړه شوه.
په دې الوتکه کې، چې د مسکو له دومودیدیو هوايي ډګره له الوتو څو دقیقې وروسته بې درکه شوه، ۷۱ تنه سپاره ول.
د الوتکې ټوټې د مسکو د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ کې د ارکونوفو په سیمه کې وموندل شوې.
دا (اې این ۴۸) الوتکه له مسکو څخه اورال ښار ته روانه وه.
د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر کې د روسیې یوه پوځي الوتکه په تور سمندرګي کې ولوېده او ۹۲ تنه پکې مړه شول.
د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې د روسیې د هوايي شرکت یوه الوتکه، چې له قاهرې مسکو ته روانه وه، په سینا کې ولوېده او ۲۲۴ تنه پکې ووژل شول.