تاند- مشهور امریکايي لیکوال سټیف کول (Steve Coll) په خپل تازه اثر کې له طالبانو سره د آی ایس آی د اړیکو ژوروالی او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پټې شتمنۍ افشا کړي دي.

سټیف د افغانستان په اړه په خپل دې اثر (Directorate S: The C.I.A. and America’s Secret Wars in Afghanistan and Pakistan) کې ویلي چې احمد شاه مسعود د سپټمبر تر یوولسمې وړاندې د لندن په یوه بانک کې ۶۰ ملیون ډالره لرل.

سټیف کول، چې د امریکا له پټو استخباراتي معلوماتو خبر دی، د امرالله صالح په وسیله له احمد شاه مسعود سره د سي آی اې د مرستو یادونه کړې او په عین حال کې یې ویلي چې مسعود د دې ترڅنګ چې د قیمتي ډبرو له خرڅلاوه پیسې لاس ته راوړې د ایران له سپاه پاسداران او هند څخه هم ډېرې مرستې ترلاسه کولې.

د سټیف کول په تازه کتاب (Directorate S: The C.I.A. and America’s Secret Wars in Afghanistan and Pakistan) کې د پنجشېر له لارې له مسعود سره د مرستو او په طالبانو کې د آی ایس آی د ژورو ریښو په اړه بحث شوی دی.

دا د افغانستان په اړه د سټیف کول دوهم کتاب دی. د ده لومړي اثر د ارواوو جنګ (Ghost Wars) د پولیټزر جایزه ګټلې ده.

دی له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې مرستو ته په اشارې لیکي، د آی ایس آی ملاتړ تر دې حده و چې سي آی اې ګومان کاوه چې د پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي د افراطي ایډیالوژۍ په لومه کې کښېوتي دي.

دی وايي چې د آی ایس آی په تشکیلاتو کې د ایس (S) ریاست بشپړ پټ/ محرم دی چې د طالبانو او کشمیري یاغیانو د ملاتړ عملیات په غاړه لري.

سټیف په خپل کتاب کې د افغانستان د اوسنۍ جګړې پر عواملو هم ږغېدلی دی.

ښاغلی کول په افغانستان کې د امریکا پر ورو پوځي پرمختګ او د پالیسۍ پر کمزورتیاوو انتقاد کړی، وايي چې له ۱۷ کاله جګړې وروسته، چې تر ۱۰۰۰۰۰ زیات افغانان پکې وژل شوي، لا هم طالبان او داعش په جګړه کې سره سیالي کوي.

دی وايي، د افغانستان په جګړه کې، یوازینی شی چې امریکايي پالیسي جوړوونکو زده کړي دي، هغه دا دي چې که له افغانستانه امریکايي پوځیان ووځي، حالات به سخت خراب شي.

One thought on “امریکايي څېړونکی د مسعود شتمنۍ او د آی ایس آی مداخلې افشا کوي”
  1. د افغان ملت جهاد مشروعیت او د عالم اسلام او ټول امت حمایت کی هیڅ شک نشته خو افغان مجاهدین او جهاد، تنظیمی کاذبو څیرو بدنام او زموږ د مؤمنو شهیدانو د وینو ثمره دښمنانو ته حواله کړه هغو چی د مجاهد په لباس کی مال او ثروت یی مقصد وو دا یواځی یو کس نه بلکی هر هغه څوک چی دمجاهدینو ډوډی،البسه،مهمات ،اسلحه یی غلا کړی ،مجاهدین یی تضعیف کړی یا یی حیثییت ته صدمه رسولی یا یی قاتلان او د دښمن جواسیس دی ولو که د لیډرانو مقربین وی دی ټولو له جهاد ،مجاهدین او اسلام سره خیانت کړی اوس د مؤمن مجاهد سره دا سوالونه او شکونه مطرح دی چی خلل چیرته دی باید مناسب او قانع کوونکی خواب ورکړ شی او پوه شو تقصیر چیری او د چادی؟
    اودا به مهمه نه وی چی یو ناقصه بنده یا یوه حزبی (ان جی او) اسرار بربنډشی بلکی اهمه دا ده چی اسلام او مجاهدین دنورو خبییثه بقایاوو نه جدا او اسلام او مجاهدین ذهنیتونو کی ونه ټکول شی چی همدا اوس هم دځینو اعمال اوتصور ، مسلمان بدناموی
    اوس راځو دیته چی د بن د معاملی او راوتلی حکومت تقریبا ټول په ظاهر مجاهدین وو خو دوی انحصاری حکومت جوړ کړ،مخالفین یی زیات او تقویه کړل ، فساد کی مسابقه یی هرڅه فاسد او مصائب یی زیات کړل، ادارو کی ملی اخلاق له مینځه ولاړل، رشوت ،غصب ،اختطاف زیات او اعظمی حدته ورسید ،خپلسری انتها ته ورسیده حتی چی والیان ځان مستقل بولی او سل نوری…
    دا ټول غټ فسادونه او جنایات هغه مخلوق یی کوی چی د مجاهد نوم یی غصب کړی
    نو آیا مجاهد نفاق کوی؟ نو آیا مجاهد انحصار ګر،غل، جانی او خلاصه ارذل الناس ته ویل کیږی چی هر کار یی د شر او فساد نه ډک وی؟ او ملت ته بی له شر او فساد نه بله تحفه نلری؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *