اقتصاد

تاند- اټکل کېږي چې چین به تر ۲۰۵۰ پورې د نړۍ په لومړي اقتصادي قدرت بدل شي. هند او اندونیزیا به هم د لومړی درجه اقتصاد لرونکو هیوادونو د کتار په سر کې ودرېږي.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۷ کال له شمېرنو سره سم حاضردمه امریکا د نړۍ لومړی درجه اقتصادي قدرت دی.

د دې بانک پر اساس امریکا په ۱۸ تریلیون ډالرو د نړۍ د ټول اقتصاد درېمه برخه (۲۴.۳ سلنه) په لاس کې لري.

له امریکا وروسته چین په ۱۱ تریلیون ډالرو د نړۍ په اقتصاد کې ۱۴ اعشاریه ۸ ونډه لري.

جاپان (۴ اعشاریه ۴ سلنه) درېم دی.

د اروپايي اتحادیې درې هیوادونه لکه جرمني، بریتانیا او فرانسه له څلورم تر شپږم پورې ځایونه لري.

که څه هم چین اوس له امریکا ۷ تریلیونه شا ته دی خو د نړیوال بانک پر اساس په ۲۰۱۶ کې د دغه هیواد اقتصادي وده ۶ اعشاریه ۷ سلنه وه، حال دا چې د امریکا اقتصادي وده ۱ اعشاریه ۶ وه.

په پاسني ګراف کې د نړۍ ۴۰ تر ټولو غښتلي اقتصادلرونکي هیوادونه وینئ.

د پرایس واټرهاوس کوپر(overtaken India as the fastest-growing large economy) په نوم د موسسې یوه نوې څېړنه ښيي چې چین به تر ۲۰۵۰ پورې د نړۍ پر لومړي اقتصاد بدل شي ځکه چې د نویو ظهور کوونکو هیوادونو اقتصادي وده تر پرمختللیو هیوادونو چټکه ده.

هند به دوهم ستر اقتصاد شي، امریکا به درېم او اندونیزیا به څلورم ځای خپل کړي.

بریتانیا به ممکن لسم او فرانسه ښايي له لسو لومړی درجه اقتصاد لرونکو ووځي.

مکسیکو، ترکیه او ویتنام به هم په مخکښو اقتصادونو بدل شي خو ایټالیا به د ۲۰ لومړی درجه اقتصادونو د درلودونکو هیوادونو له لیسته ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *