فاطميون

تاند- سره له دې چې په سوریه کې داعش ډله ځپل شوې، ایراني رسنۍ وايي چې په دغه هیواد کې څلور افغان ملېشه وژل شوي دي.

ایراني رسنیو نن /پنجشنبه/ وویل، د فاطمیون لوا ۴ غړي په سوریه کې وژل شوي دي.

فاطمیون د افغان شیعه ګانو له هغو ملېشه ځواکونو څخه جوړه ده چې د ایران په سپاه پاسداران پورې تړلي دي.

ایراني رسنیو نه دي ویلي چې دا څلور تنه د سوریې په کومه سیمه کې له چا سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو شمېر د ۱۵ زره او ۲۰ زرو ترمنځ دی.

په ایران کې شاوخوا ۳ ملیون افغان مهاجر اوسي. ویل کېږي، ډېر افغانان په دې خاطر د سوریې جګړې ته ځي چې ایران په خپله خاوره کې پر کډوالو فشار راوړي.

تېره میاشت د فاطمیون لوا د کلتوري چارو مسوول زهیر مجاهد وویل، «دې لوا اسلام ته تر ۲ زره زیات شهیدان ورکړي او ۸ زره نور یې ټپیان شوي دي.»

د ۲۰۱۷ م کال په مارچ میاشت کې د ایران له لوري سوریې ته د لېږل شویو رضاکارو ټولنې ویلي و چې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي دي. خو دا نه و ویل شوي چې د دغو کسانو په منځ کې څومره افغانان دي.

ایران وايي چې سوریې ته یې خپل منظم ځواک نه دی لېږلی خو یوازې یې خپل سلاکاران د افغان او پاکستاني رضاکارو ځواکونو د ملاتړ لپاره استولي دي.

د ترکیې اې اې رسنۍ وايي چې له ۲۰۰۱ څخه، چې په سوریه کې کړکېچ پیل شوی دی، په دغه هیواد کې ۲۴۰۰ ایراني ځواکونه، چې اکثره د سپاه پاسداران غړي دي، وژل شوي دي.

One thought on “په سوریه کې د فاطمیون لوا څلور غړي ووژل شول”
  1. د سوریی عربی جمهوریت
    د سوریی عربی جمهوریت د آسیا په جنوب لویدیز کی پروت هیواد دی چی شمال لوری ته یی د ترکیی جمهوریت ، ختیز ته یی د عراق جمهوریت ، لویدیز ته یی د لبنان جمهوریت او د مدیترانی بحیره ، جنوب ته یی د اردن شاهی دولت او د فلسطین اشغال شوی هیواد او اسراییل واقع شوی دی. د دی هیواد لوی ښارونه عبارت دی له دمشق ، دیرالزور ، حلب ، حماه ، درعا ، حمص .
    د سوریی هیواد د تاریخ په اوږدو کی ستراتیژیک موقعیت لری چی د آسیا ، اروپا او افریقا قارو د تقاطع او وصل په نقطه کی واقع شویدی.
    کله چی د ترکیی امپراطوری تجزیه شوه ، د سوریی اوسنی نوم د فرانسویانو له خوا د هغو تاریخی رویاتو پر اساس چی یو وخت د آسوریانو امپراطوری دلته حکومت کړی و ، پر دې هیواد کیښودل شو. د سوریی د هیواد مساحت 185180 کیلومتره مربع دی
    او نفوس 22٬717٬417 تنو ته رسیږی چی په اوسط ډول په هر کیلومتر کی 103 نفره اوسیږی چی له دی جملی نه 74 سلنه سنی مسلمانان ، 13٪ علویان، شیعیان دوازده‌امامی او اسماعیلیان، 10٪ مسیحی ا و 3٪ دروزی عقایدو پیروان دی.
    پاته د نه وی چی د اوسنی حکومت واکداران د بشارالاسد په مشری له وروستی 13 سلنی علویانو او شیعیانو نه جوړ شوی دی چی د کورنۍ جګړی له اصلی عواملو همدا د اقلیت واکمنی پر اکثریت باندی تشکیلوی.
    باید ووایو چی د پورتنی جمعیت له ټولی شمیری نه 90 سلنه عربان او 9 سلنه کوردان او پاته یوه سلنه نور یی ارمنیان، ترکان، چرکسان او یهودیان دی.
    د سوریی هیواد له 1920 نه تر 1946 پوری د فرانسی مستعمره وه.
    له همدی کال راپدیخوا سوریه یو خپلواک هیواد دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *