تاند- د پاکستان پوځ وايي چې سعودي عربستان ته نور ځواکونه لېږي چې په دغه هیواد کې په روزنیز او مشورتي ماموریت کې برخه واخلي.
پاکستان پخوا هم یو شمېر پوځیان د سعودي عربستان له لارې یمن ته لېږلي چې د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ په جګړه کې برخه واخلي.
د پاکستان پارلمان ظاهراً یمن ته د پوځیانو له لېږلو سره مخالفت کړی دی.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو قومانده د پاکستان پخواني لوی درستیز متقاعد جنرال راحیل شریف ته سپارل شوې ده.
خو اوس چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، هڅه کوي چې لا ډېر پوځیان سعودي عربستان ته واستوي.
د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هیواد لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه نن/پنجشنبه/ په اسلام اباد کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل او دغه هیواد ته یې د پاکستاني پوځیانو د لېږلو په اړه خبرې ورسره وکړې.
پاکستان د پوځیانو د لېږلو له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.
یو شمېر پاکستاني پوځیان د ملګروملتو تر چتر لاندې په افریقا کې دېره دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څومره نور پوځیان به سعودي عربستان ته ولېږي.
خو یادونه شوې چې دا پوځیان به له هغو نورو سره یوځای شي چې مخکې سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.