تاند- څېړونکي وايي، د وینې د ازموینې یا ټیست کولو یوه نوې طریقه یې موندلې چې د ۸ ډوله سرطاني تومورونو د خپرېدو مخه نیسي.

ستراټسمن ورځپاڼې د جورنال ساینس د راپور له مخې ویلي، مخکې تر دې چې د سرطان د ناروغۍ د پېژندلو دا طریقه عامو خلکو ته وړاندې شي، پکار ده چې نورې ازموینې یې ویشي.

دا طریقه کینسر سیک (CancerSEEK) نومېږي او لګښت یې ۵۰۰ ډالره دی.

دا څېړنه د امریکا په جان هاپکینز پوهنتون کې شوی او پایلې یې د د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۱۸) اعلان شوې.

څېړونکو دا شیوه د سرطان په ۱۰۰۵ تنو ازمویلې او د سرطان ناروغي یې په هغوی کې تشخیص کړې ده.

دوی وايي چې دا طریقه په مجموع کې په سلو کې ۷۰ دقیقه ثابته شوې ده.

د دغو کسانو په رحم، ځیګر، نس، پانقراص او سینې کې سرطاني غُدې تشخیص شوې.

د کینسر سیک هدف دا دی چې سرطان مخکې تر دې تشخیص شي چې د انسان په بدن کې خپور او درملنه یې سخته شي.

حاضردمه د سرطان په ناروغۍ کې تر ټولو مشکله مسله همدا ده چې ډېر ځلې ناروغي ژر نه تشخیص کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *