شکور کامران
ډاکټر نجيب الله په ترېنګلو حالاتو کې واک ته ورسېد. د هېواد ډېره برخه کنډواله او له خلکو خالي شوې وه، لا هم ګرمه جګړه روانه وه؛ تر دې چې يو مهال په يو وخت شلو ځايونو کې جبهه يي جګړه نښتې وه. د جګړې د سخت حالت مديريت، د خلکو يو ساتل، هېودانۍ چارې او سياست مخته وړل، د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د لاسوهنو مخنيوی او په همدې حال کې په لازم تدبير د جنګ خاتمه لوی مسوليت او سخته دنده وه.
نجيب الله د يو پوه سياستوال او ولسي مشر په توګه په خپلو مسوليتونو کې تر ډېره بريالی و. د سړې جګړې د مهمو او سري رازونو او د جګړې له موخو اګاه و، نو ځکه يې په لومړي ځل ملي مصالحه اعلان کړه او د سولې د رښتيني غوښتونکي په توګه يې ټولو جګړه مارو ته د خبرو او روغې، جوړې لاس ور اوږد کړ. سولې ته د رښتيني نيت لرلو يو ثبوت دا و، چې د جګړې په ډګر کې تر ډېره په دفاعي حالت کې و. شوروي ته يې قناعت ورکړ چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لارې روانه پېچلې مسله يوه حل ته رسېدی شي. د پخواني شوروي د رقيبانو لخوا د ياد زبر ځواک له ماتې او د سرو پوځونو له وتو سره يې د جګړه مارو د زړه راخپلولو او سولې ته د رسېدو لپاره د ملي نجات ورځ اعلان کړه. دا چې له نوموړي سره د جنګېدونکو خلکو قيضه د نورو په لاس کې وه او مستقلانه حرکت يې نشو کولی، نو له دې اعلان سره هم جنګيالي ورپخلا نشول او هم يې د شوروي لاسنيوی له لاسه ورکړ.
نجيب د جګړې له قومندانانو او د حربي ګوندونو له مشرانو سره د ناستې وړانديزونه او عملي اقدامات وکړل، آن تر دې چې د يوې مهم جنګي ډلې مشر ته يې ويلي و، چې دولس وزيران او جنرالان مې در سره د ضمانت په توګه بوزه، خو ته راشه راسره کېنه، چې په خبره سر سره خلاص او جګړې ته پای ورکړو، خو د دې او ورته هڅو سربېره هم د مکې قسم خورو د وطن بربادي ته دوام ورکړ؛ ځکه چې په وروستيو کې نه بهرنی پوځي و او نه بله کومه اصولي پلمه، خو د نورو په خوښه جګړه روانه وه.
شرعي اصل دی چې له قانوني دولت سره جګړه کوونکې ډله / ډلې ياغي دي او بايد ټول مسلمانان يې پر وړاندې ودريږي، خو د دين ټېکه دارانو د عرب او غرب په بې حسابه پيسو د سر سړي تر داره رسول او د تاريخ قضاوت يې هېر و.
جهاديانو په داسې حال کې په بېلابېلو نومونو او حيلو د خلکو مرۍ غوڅولې، چې کليمه به يې ويله او ورته ويل يې چې موږ مسلمانان يو، خو د دينکارانو پر وړاندې يې ايمان او اسلام د منلو نه و.
ډاکټر نجيب د دين د نوم او جامې له ډېرو استعمالوونکو د قرآنکريم ايتونه او حديثونه ښه زده و، کليمه ويله او لمونځ يې کاوه، خو د دينکارانو په کرغېړن فکر تر پايه اسراييل او واجب القتل پاتې شو.
نجيب تر پايه د حق خبرې جنډه پورته کړې وه، له ياغي ډلو سره د بې قيد او شرطه سولې په خبره ولاړ پاتې شو او د څوکۍ او بل هر څه په بدل کې د جګړې خاتمې ته ولاړ و. حق دا و، چې نور خلک دربدره نشي، وطن وران نشي، د کفر په کاذبو فتواوو د خدای د نازولو بندګانو مرۍ پرې نشي او د ستر څښتن تعالی دا قول عملي شي چې والصلح خیر.
څو ځله يې قرآن عظيم الشان رااخيستی او ويلي يې دي چې په همدې کلام الله مجيد خبرې سره کوو، خو مقابل لوری دومره ناځوانه و، چې د خدای په کور کې، د خدای په کلام په کړو قسمونو وختل او خپل ملعونيت ته يې خپله ثبوت وړاندې کړ.
په هېواد کې د روانې جګړې يو څلوېښتم کال دی، که د دې څو چنده نور هم دوام وکړي، وروستی مورچل بيا هم خبرې او سوله ده. نجيب د ارامي لپاره واک هغو کسانو ته پرېښود چې ځانونه ورته د خدای دوستان او استازي ښکارېدل، خو همدوی د جهاد په نوم داسې چنګيزي وحشتونه وکړل چې تاريخ يې په يادولو شرميږي.
د دين په نوم يې د واک د وحشي تندې لپاره په خونړيو جګړو کې ابادۍ په کنډوالو واړولې، زرګونه انسان يې ووژل، لسګونه جوماتونه يې شهيدان کړل او بې شمېره نور نه جبرانېدونکي زيانونه؛ خو نن د جهاد په نوم ډېری هماغه جګړه کوونکي د پښېماني لاسونه مروړي او هېڅ په لاس نه ورځي. مړ نجيب په اصطلاح د جهاديانو له ژونديو مشرانو ډېر محبوب او تاريخ يې ګټلی دی.
نجيب په ژوند هم د منځلاري او سولې حق ناره پورته کړې وه او له فزيکي نشتون وروسته يې هم رغنيزه فکري لاره روانه ده. د ډاکټر نجيب کور د ګردېز په مهلن سيمه کې دی، که څه هم په خپل کلي کې شته کلا يې د ډېر وخت په تېرېدو او لازمې نه پاملرنې خرابه شوې، خو د دې لويې کلا په هغه برج چې د نجيب د کور برخه ده، اوس هم د کلي د جومات لاوډسپيکر لګېدلی، پنځه وخته د حق ناره ترې پورته کيږي او لا هم خلکو ته ترې د مينې او سولې بلنه ورکول کيږي، هغه ناره چې ډېرو بې لارو ته د درک نده.