پوهنمل حاجي محمد نوزادي

(لومړۍ برخه)

 د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو. سیمینار که څه هم له معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو. په سیمینار کي زما د وینا متن دا دی په دې توګه تر مینه والو پوري رسوم:

    دا یو څرګند حقیقت دی چي پښتو ژبه نن هغه د نژدې یوې پیړۍ وړاندې ژبه نه ده. پښتو ټولنه یوازینۍ مؤسسه وه چی د خپل نامه سره یې سم کار وکړ، پښتو یې تر لویه بریده پر خپلو پښو ودروله او یو په بل پسې یې د سیالۍ په لور بوتله. د پښتو ټولني د زیارونو سره سره دا خبره به ډیر پر ځای نه وي که موږ دا ژبه نن لکه دري ژبه چي ده، یوه سیاله او معیاري ژبه وبولو.

      لکه څنګه چي وینو په دې ژبه کی د «ی» ګانو ستونزه که څه هم د پنځه ګونو «ی» ګانو په مټ تر لوړي کچې حل شوی ده، مګر لا تر اوسه هم د داسی کلمو د پاره لکه «خدای، ځای» او نورو ورته ږغونو د پاره د یوې مناسبي «ی» کمبود پر ځای پاته دی. د «ی» ګانو بله ستونزه تخنیکی او د نه مراعات خبره ده. تخنیکي اړخ یې دا دي چي نژدي ټولي «ی» ګاني په کیبورډونو کي د شیفت د لاری کارول کیږي چي وخت نیسي او د لیکلو چټکتیا ټیټوي. که دا ستونزه یوه طبعي او تخنیکي ستونزه و ګڼو، په ښوونځیو او مدرسو کي دغه اړینه موضوع سپکه نیول او نه ټینګار د دې لامل ګرځي چي شاګردان یې مراعات کول حتمي و نه ګڼي او لیکلو کي یوازې په یوه «ی» بسنه وکړي.

     بله دا ډول ستونزه د (ږ) او (ښ) توري دي چي د جنوب لویدیزو سیمو پښتانه یې په طبعي ډول د خپلي لهجي سره سم په (ګ) او (خ) تلفظ کوي خو په لیکلو کي باید هم هغه (ږ) او (ښ) ولیکل شي، مګر دا مهال یې ځیني لوستی کسان هم په لیکلنو کي د (ګ) او (خ) توري کاروي چي دا کار د منلو ندي. دا ځکه له یوې خوا پر دوو سوچه پښتو تورو باندي خاورې اړوي او د بل پلوه په دې کار سره په لوی لاس د واحد لیکدود مخه نیسي او د ژبي د معیاري کولو پروسه ورانوي چي دا کار یې د ژبي سره دښمني ده.

    له دې نه که تیر شو، په پښتو ژبي کي دا اوس هم تر ټولو لویه ستونزه د ګړدود او لیکدود ده چي دغه دوه توکي په نیغه تر ډیره حده د نوموړي ژبي د معیاري کولو زڼی جوړوي او د دغې ستونزې د حل نه پرته یې معیاری کول اسانه کار ندی. زما په آند په پښتو ژبپوهنه کي دغه د معیار او معیاری کولو خبره هغه څه دي چي باید دا ګړی د پښتو ژبپوهانو د بیړنیو او ځنډ نه منونکي لومړیتوبونو د لست په سر کي راشي.

      سره له دې چي دا ګړی داسی پیاوړي څیړونکي لکه پوهاند ډاکتر صاحب زیار او د ده وتلی شاګرد محمد معصوم هوتک د پښتو پر معیاری کولو باندی کار کوي، خو دا چي د دوی کارونه یو دبل سره په همږغي کی نه دي، پایله یې لکه څنګه چي تمه کیږي، هغومره محسوس نده. له بده مرغه کله نا کله خو لا دوی خپله انرژی یو د بل په وړاندي کارولي ده. زیار صاحب یو د ډګرۍ څښتن ژبپوه دی او د ده پشان کسان په پښتو ژبپوهنه کي ډیر لږ دی، ټوله ځواني یې د پښتو په چوپړ کي تیره کړه. د پښتو په ایتیمولوژۍ (آرپوهنه) او نیولوجیزم (نوی لغات جوړونی) کي د پام وړ لاسته راوړني لري. ویاړم چي د ښې دوستۍ اړیکي ورسره لرم. هوتک صاحب د ښوونځي له وخته پیژنم، راباندي ګران دی او درناوی ورته لرم، د لوړ استعداد درلودونکی لیکوال او څیړونکی دی، په لسګونو درانه کتابونه یې لیکلي او خپل ټول وخت او ژوند یې همدې کار ته ایستلی دی. د پښتو د معیاري کولو په اړوند د « پر معیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څیړنه » په نامه د ده یو کتاب ډیر مهم دی او د دې برخې څیړونکي یې باید په پام کی ولري .

   که څه هم له نیکه مرغه پښتو ژبی اوسمهال د نوي تکنالوژۍ پر لمن په کمپیوټر او ګوګل کي ځانته ځای پیدا کړی دی خو له بده مرغه د معیاری توب د نشتوالي لامله یې پیکه څیره روښانه شوې نه ده. ځکه نو د دې ژبي په اوسني پړاو کي پکار ده له هرڅه نه وړاندي د معیار چارو ته جدي پام واړول شي .

د لومړۍ برخي پای

نور بیا

One thought on “په پښتو ژبې کي د لیکدود او ګړدود ستونزې”
  1. قدرمن نوزادي صیب زمونږ سلامونه ومنئ
    زمونږ ډېر لیکوالان لا تر اوسه د چې کلیمه د چه په شکل ليکي ، خو چه لکه پښه ، ښه ، نه ، شته ، نشته ، رمه ، مڼه او نور تلفظ کيږي .
    د پخوانیو مشرانو تصمیم چې باید « چې » ولیکو ترڅو یو واحد لیک دود ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *