په کونړ کې د یومیلیون نیالګیو کېنولو کمپاین د پیل ترڅنګ کورني کرنیز محصولات  اوتولیدات نندارې ته وړاندې شول

نن د سلواغې په (۲۹) مه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،ولایتي شورا استازو،کرنې رییس او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو دنیالیګیو په کېنولو سره پسرلنی کمپاین پیل او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ دتولیداتو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د پرانستې پرمهال وویل کونړ یو کرنیز ولایت دی او د خلکو اقتصاد یې په کرنې پورې تړلی دی ،خو لا تر اوسه هم خلک په دودیزه توګه کرکیله کوي ،ولایتي ادارې هڅې پیل کړي ،څو بزګران پیاوړي او تولیداتو ته یې په هېوادنۍ او نړیواله کچه بازار پیداکړي.

ښاغلي کلیمزي وویل د نیالګیو کېنولو په روان کمپاین کې به د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۱٬۰۰۰٬۰۰۰)یومیلیون نیالګي کېنوي ،نوموړي د کونړ په ټولو خلکو غږ وکړ،چې د هېواد په ابادۍ اوسمسورتیا کې برخه واخلي او هر فرد یویو نیالګی کېنوي .

بزګرانو د دغسې ننداتونونو جوړیدل کورني تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې خورا مهم وبلل او له مسوولینو یې وغوښتل چې په نړیوالو نندارتونونو کې د کونړ تولیداتوته دښودلو زمینه برابره کړي .

له همدې امله د سید حمال الدین افغان تالار کې په جوړه شوې ناسته کې د کونړ والي سربیر ،قومي مشرانو،بزګرانو ، ولایتي شورا رییس حاجي ولایت خان او د کرنې رییس انعام الله ساپي ،د کونړ په کرنیز وضعیت ،لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې او له مسوولینو یې وغوښتل ،چې د کرنیز سکټور پیاوړتیا په برخه کې خپلې هڅې لاپسې پراخه کړي

دغونډې په وروستۍ برخه کې د ولایت مقام له لوري د کرنې رییس او یو شمېر نورو مسوولین د کرنیز سکټور پرمختګ په برخه کې د ښو کړنو له امله په تقدیرنامو او ستاینلیکونو وویاړل شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *