کندهارښاروالۍ دعامه اړیکودفتر
کندهارـ افغانستان
۱۶۴۹۱ متر مکعبه کثافات له ښاره ايستل سوي د کندهار ښاروالۍ د تنظيف مديريت کارکوونکو د تېري يوې مياشتي په اوږدو کي د کندهار ښار د ۱۵ ناحيو له بېلابېلو سيمو څخه ۱۶۴۹۱ متر مکعبه کثافات ټاکلو ځايونو ته انتقال کړي او ښخ کړي يې دي.
دغه راز په تېره مياشت کي د کندهار ښار زياتره پلچکونه ،او پاتابونه هم پاک کړل سوي، تر څو د اورښت پر مهال ستونزه و نه اوسي. کندهار ښاروالي ژمنه ده چي د ښاري چاپېريال د پاکولو په برخه کي خپل ټول امکانات په کار واچوي. په کار ده چي درانه ښاريان هم په دې برخه کي له خپلي ښاروالۍ سره همکار واوسي او کثافات تر ټاکلو ځايونو پوري ورسوي.