تاند- د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالي په هغه سیمه کې، چې پخوا د داعش په لاس کې وه، ډله ییز قبر موندل شوی دی.

دا قبر درې ورځې وړاندې موندل شوی او ټاکل شوې ده چې نن جنازې خاورو ته وسپارل شي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ډله ییز قبر کې د کوټ ولسوالي ۱۲ مشران او سپینږیري خښ ول.

د دوی په وینا دا کسان شاوخوا یو نیم کال پخوا د داعش سختدریځې ډلې یرغمل کړي او بیا یې په ډله ییز ډول وژلي وو.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا داعش ډلې د قومي مشرانو له تښتولو درې میاشتې وروسته دوی ته ویدیوګانې ورولېږلې چې په هغو کې د دوی د عزیزانو اعدامونه ښودل کېدل.

دې ډلې دا کار غالباً د دې لپاره کاوه چې خلک وبېروي او خپل وحشت خپور کړي.

دا قبر وروسته له دې خلکو وموند، چې داعش ډله په اچین ولسوالي کې تصفیه شوه او خلک د هغو سیمو لیدو ته لاړل چې دې ډلې پکې مرکزونه لرل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *