ودان روښان
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې همدا اوس د فرانسې پلازمینه پاریس کې د پیسو مینځلو مخنیوي نړیوال سازمان غونډه روانه ده. په دې غونډه کې به د امریکا متحده ایالاتو، د هغه اروپایي ملاتړو او هند په وړاندیز د ترهگرو مالي ملاتړ په لست کې چې “گرې لست” یادیږي د پاکستان پر شاملولو بحث او هڅه وشي، چې پاکستان په دغه لست کې شامل کړای شي، ځکه چې ویل شوي دغه هیواد د پیسو مینځلو او د ترهگرو مالي تمویل مخنیوي کې هغه څه نه دي کړي چې پخوا ترې غوښتل شوي وو.
که پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړو هیوادونو په لست کې شامل شي د هغه هیواد د بانکي او مالي چارواکو په وینا د پاکستان بانکونه له جدي گواښ سره مخ کېدی شي او هم به په دې سره پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او نړیوال بانکونه به ور سره له ماملو ډډه وکړي.
دا د سویلي اسیا او افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې کړنلارې پربنسټ پر پاکستان د ترهګرو ملاتړ له امله د فشارونو دوام لړۍ ښکارندوی کوي. امریکا غواړي پر پاکستان فشار زیات کړي چې دغه هیواد له هغو ترهگرو او سخت دریځه ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي، چې د امریکایي چارواکو په وینا په افغانستان کې ترهگریز بریدونه کوي.
تر دې مخکې هم متحده ایالاتو پر پاکستان خپلې میلیاردونه ډالره پوځي او ناپوځي مرستې درولې وې.
څیړونکي وایي په ګرې لیست کې د پاکستان شاملول به د دغه هیواد بهرنۍ ماملۍ ټکنۍ او پاکستان ته د بهرنیو اسعارو ورتګ پڅ کړي چې دغه حالت به بیا د پاکستان د بودجې کسر لوړ کړي.
متحده ایالات او ملاتړي یې دغه وړاندیز داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د مالي سرچینو د څارنې نړیوال سازمان غړو هیوادونو استازي د یوې اوونۍ له پاره په پاریس کې جرګه شوي.
خو د پاکستان د مالیې وزیر رنا افضل، د امریکا متحده ایالاتو او د هغه اروپایي ملاتړو دغه اقدام منصفانه نه بولي او ټینگار کوي چې دغه ډول اقدام ددوی نړیوال اعتبار ته زیان رسوي نو ځکه خو د ښاغلي افضل په وینا منصفانه نه دی.
کله چې څو ورځې وړاندې په دې اړه رپوټونه خپاره شول پاکستاني چارواکو د خپل همیشني عادت له مخې هڅه وکړه چې ځان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې رښتینی وښیي نو ځکه خو د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تېره اوونۍ د هیواد د ترهگرۍ ضد قانون تعدیل کړ او په دې لړ کې یې د اورپکې ډلې مشر حافظ سعید پر خیریه موسسو بندیزونه ولگول.
پاکستانیان په دې برخه کې اوږده تجربه او خورا لوی لري کله چې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر ترنیوکو لاندې راشي نو بیا په سمبولیکو کړنو لاس پورې کړي یو څو بهرني اورپکي چې پخوا یې تیار ساتلي امریکایانو ته په لاس ورکړي او په دې توګه نه یوازې ځانونه سپین چرګان بلکې د ترهګرۍ پرضد مبارزې په پلمه خورا ډېرې پیسې هم ترلاسه کړي. دا لوبه دوی څو ځله تکرار کړې چې وروستۍ بیلګه یې په قبایلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې د ترهګرو له منګلو د یوې امریکایي میرمنې او دهغې کاناډایي خاوند داسې مهال خلاصول و چې د ټرمپ نوې کړنلاره کې تازه پر پاکستان له ترهګرو د ملاتړ تورونه لګېدلي وو.
خو داسې ښکاري دا ځل دغه منتر بند او نور کار نه ورکوي.
په دې ټول پوهېږي چې د امریکا پر سوداګریزو برجونو او دهغه هیواد دفاع وزارت یا پنتاګونو، د اسپانیا په مادرید، د لندن په مترو، د اندونیزیا په بالي ټاپو او نورو ځایونو کې د ترهګریزو بریدونو رېښې په یونه یو ډول پاکستان ته رسېدلې وې نو ځکه خو اوس د نړیوالو له هغې ډلې امریکایي چارواکو حوصیله نوره ورته تنګه شوې او داسې ښکاري چې د پاکستانيانو په دا ډول کړنو نه غولېږي.
له تردید پرته، ترهګریزې کړنې هغه هم په دومره لویه کچه ډېرو پیسو ته اړتیا لري او پاکستان چې ترډېره پر بهرنیو له هغې ډلې متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د نورو مرستو چلیږي او دا هم روښانه ده چې هیڅ هیواد له ترهګرۍ د ملاتړ له پاره پاکستان ته پیسې نه ورکوي نو ځکه خو ټول پوهېږي چې د پاکستان پوځ او د هغه څارګره څانګه (ای اس ای) د ځینو نورو ناقانونه سرچینو تر څنګ د افغانستان د هیرویینو پر پیسو طالبان، په هندوستان او نوره نړۍ کې ترهګر تمویلوي.
دا مسله څو څوځله په رسنیو کې راپورته شوې چې د پاکستان پوځ په تېره لوړ پوړي جنرالان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د پاکستان دننه او له هغه هیواده بهر ته د نشه یي توکو قاچاق او کارو بار مدیریت کوي او له دې لارې بیخي ډېرې پیسې لاس ته ور وړي.
پاکستاني لیکوال مبشر حسن څوکاله مخکې په جنګ ورځپاڼه کې په دې اړه لیکلي و:
« دهیروینو ستر کار وبار د پاکستان له لارې کېږي. دده په باور د پاکستان له لارې د هېرویینو د ترافیک ارزښت هر کال له ۶۰ تر ۶۸ میلیارده ډالرو پورې رسېږي چې له دې پیسو ۱۰ میلیارده ډالر په پاکستان کې پاتې کېږي.
مبشر پوښتي چې د هیرویینو د کاروبار دا پیسې چېرته ځي؟ لیکوال خپله دا پوښتنه بېرته داسې ځوابوي: دا ښکاره خبره ده چې د پوځ له اړیکې پرته هیڅوک نه شي کولی دغه کار وکړي»(۱)
دغه راز، په قبایلي سیمو کې د هیرویینو سلګونه کارخانې هم په مستقیم او غیرمستقیم ډول پاکستاني پوځیان اداره کوي.
په دې کې شک نه شته چې پاکستاني لوړ پوړي جنرالان به د هیروینو له دې پیسو خپله ونډه هم اخلي خو په ډاډ سره ویلی شو چې پر همدغو پیسو په افغانستان او د نړۍ نورو هېوادو کې ترهګر تمویلېږي. اوس که د پیسو مینځلو مخنیوي نړیوال سازمان غواړي پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړ په لست کې شامل کړي همدا مسله هم باید له پامه ونه غورځوي چې دغه کار بیا د جرم او جنایت بل بار هم ورسره لېږدوي.
(۱) د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز فصلنامه – اتم کال دویمه ګڼه- ۱۶۹ مخ.