د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د کار د پیل راهیسي دوست او دښمن تعریف کړی او پر ضد یې دریځ سخت کړی.
پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسي افغانستان کې د جهاد تر نامه لاندې جګړه توده ساتلې او وسلوالو ډلو ته د خوندي ځایونو د برابرولو سربېره یې د جګړې لپاره رالیږي او د افغانانو وینې یې پرې توي کړي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته تر شلو زیات سفرونه وکړل چې پاکستان له خپل دریځ راوګرځوي، خو ناکام شو.
ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم تر اوسه پاکستان ته یو ځل سفر کړی، خو پر وړاندې یې سخت دریځ دا هیواد وارخطا کړی چې ترهګرو ته نور خوندي ځایونه برابر نه کړي.
افغان حکومت چې په راز کې یې ولسمشر محمد اشرف غني او په سیاست پوه د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نړیواله ټولنه قانع کړه چې د ترهګرۍ خوندي ځایونه چېرته او کوم ځای عملیات کوي.
نړیوالې ټولنې ته د افغان حکومت قناعت پر پاکستان فشارونه ډېر کړل چې اوس امریکا او بریټانیا په دې کار کوي چې اسلام اباد د ترهګرو هیوادونو په نوملړ کې ورشامل کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني په واضح ډول ویلي چې له پاکستان یې د سولې تمه درلوده خو دغه هیواد افغانستان کې زموږ پر وړاندې نا اعلان شوې جګړه پیل کړې.
ولسمشر طالبان هم وننګول چې د سولې د خبرو لپاره مو ګاونډي ته اختیار مه ورکوئ چې اشاره یې پاکستان ته وه.
د اسلام اباد پر وړاندې د کابل توند دریځ پنجاب مایوسه کړ چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د ملامتیا لوبه کوي او د پاکستان قربانۍ هیروي.
دوه ورځې وړاندې د جرمني په مونیخ نړیواله امنیتي غونډه کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار هم پاکستان ملامته کړ چې حقاني شبکې او نورو وسلوالو ډلو ته یې خوندي ځایونه برابر کړي چې دا امریکا او متحدینو ته نور د زغم وړ نه دی.
د پاکستان د پوځ مشر بیا په همدې غونډه کې په مایوسه ډول وویل چې اسلام اباد افغانستان کې د سولې پلوی دی او هیڅ وخت یې جګړه نه ده غوښتې.
له دې سترګې پټول به جفاء وي چې ګنې په پاکستان فشارونه تصادفي راغلي، خو په حقیقت کې د افغان حکومت ځیرکې بهرنۍ ډیپلوماسۍ امریکا او نړیواله ټولنه قانع کړې چې اسلام اباد باید نورو له دوه مخۍ تېر او وسلوال له خپلې خاورې وباسي او ملاتړ یې بس کړي.