تاند- عبدالکریم خدام چې د سمنګان له ولایته خپله برطرفي رد کړې وه، حاضر شو چې چوکۍ نوي والي عبداللطیف ابراهیمي ته پرېږدي.
خدام د شنبې په ورځ د سمنګان له ولایته برطرفه شو او ابراهیمي یې پر ځای د سمنګان نوی والي اعلان شو خو ده خپله برطرفي غیرعادلانه وبلله او ویې ویل، تر څو چې جمعیت ګوند ونه غواړي د ولایت چوکۍ نه پرېږدي.
نن /سې شنبه/ په یو لړ مراسمو کې، چې خدام هم حاضر و، نوی والي ښاغلی ابراهیمي د سمنګان د ولایت پر چوکۍ کښېناست.
په داسې حال کې چې نوي والي ته د ولایت چارې سپارل کېدې، د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي وو.
پرون جمعیت ګوند اعلان وکړ چې د سمنګان والي په دغه ګوند پورې تړاو لري او مرکزي حکومت یې لېرې کولی نه شي.
د جمعیت دې اعلان هغه انارشي اوج ته ورسوله چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پیل کړې وه.
هههه ښه شو ابراهیمی یې عطا ته هم په اول خط کې ځای پرځای کړ او هم یې کابل ته د عطا لاره پرې ډب کړه
خدام به هم ویلي وي چې چای ناخورده جنګ نمیشه .