افغانان دې ورځو کې هغه ارمان ته ورسیدل او یا رسیږي چې له کلونو راهیسې درلود، د برښنایي تذکرو درلودل د افغانان ارمان و چې له کاغذي تذکرو خلاص شي، کاغذي تذکرې به یو دا چې ژر خرابیدې او بله دا چې په جیب کې به نه ګرځیدلې.

تر ټولو لوی جنجال دا چې هر چا کولای شول کاغذي تذکره د ځان لپاره جوړه کړي، یانې خلک په خپل هویت هم ډاډه نه و، ځکه هر دې ته یو جعلي هویت هم ویل کیدلی شو او کله به چې د کوم اړین کار لپاره تذکره پکار شوه، نو اړتیا وه چې د نفوسو د احوالو او ثبت اداره کې یې بیا تایید کړې.

برښنايي تذکرو په ویش باندې ۷ کاله جنجال وشو، اوه کاله وړاندې دا طرحه جوړه شوې او ټول امکانات یې برابر شوي، خو دا چې ځینې بهرنیو کړیو داخلي ډلې هڅولې چې د دې ملي بهیر مخه ونیسي، اوه کاله یې له خلکو استفاده وکړه او دا بهیر یې وځنډو.

د دې بهیر پروړاندې هغه کسان چې خنډونه یې جوړول جاسوسان ورته ویلی شو، ځکه د دې تذکرو په ویش سره د جرایمو، ترهګرۍ، نشه يي توکو د قاچاق، غاصبینو مافیا او نورو ورانکارو خلکو مخه نیول کیدای شي.

برښنایي تذکرو کې یو سیم کاریږي چې په اساس یې د موټر چلولو لایسنس، د موټر جواز، د رای اچونې کارت، د سترګو، ګوتو او نورو نښو سره هر څوک هر ځل نه شي کولای چې جرم وکړي.

د دې تذکرو ویش چې اوس د ولسمشر او کابیني د نورو غړو په بایومیتریک پيل شوی، د زیاتو افغانانو هیلې پیدا کړي چې دا بهیر به افغانان له هویت برخمن کړي او په زیاتو برخو کې به د فساد، درغلۍ او ورانکارۍ مخه ونیسي.

یو بله مسله چې زیات خلک یې هر کلی کوي، هغه دا چې افغان حکومت په دې برخه کې جدي ګام اخیستی او ټولې هغه پرديپالې ډلې یې ماتې کړي چې نه یې غوښتل افغانان له هویت څخه برخمن شي.

د هویت له برښنایي تذکرې سره د ټولو لپاره زیاتې اسانتیاوې نورې هم پيدا کیږي، یانې کولای شي له دې تذکرې څخه ان د بانک د کارت په توګه هم ګټه واخلي، خو دا چې دا بهیر د ۷ کلونو راهیسې په ټپه دریدلی و او ځینې ډلې او کسان یې راپورته کړي و چې د افغانانوتر منځ تفرقې پيدا کړي، اوس دا ډلې او خلک مات شول.

هغه هېوادونه چې په دې برخه کې یې پانګونه کوله او دا پروسه یې تعقیبوله چې د افغانانو یووالی له منځه یوسي، اوس یو ځل بیا افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عامو خلکو ثابته کړه چې یو څو ډلې او اشخاص دا ملت سره نه شي جلا کولی او داسې ورځ به راځي د تذکرو مخالفین به هم په ویاړ سره تذکره اخلي.

په تذکره کې د افغان کلمې لیکل او نه لیکل دومره ستونزه نه وه او نه ده، خو د دې لپاره چې افغانستان کې قومي جلا والي راشي، نو ځینو ډلو به ځینې نورې ډلې له افغانانو جلا یادولې او له دې غږ څخه په ګټنې به یې خلک په ځان راټولول او د افغانیت خلاف غږ به یې پورته کاوه.

اوس د هېواد په هره برخه کې غونډې روانې دي چې دا ملي پروسه دې ولایتونو ته وغځول شي، تر څو ټول خلک د تذکرو خاوندان شي او په راتلونکي یې باور لا زیات شي.

دا تذکرې به په راتلونکو کلونو کې د انتخاباتو پروسه کې ډیرې اغیزمنې وي او بیا هيڅکله د درغلیو امکان نشته چې یوه څوک دې څو رای وکاروي او یا دې یو بل څو هیڅ رای و نه کاروي.

د اوسني حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه به همدا یادیږي چې په پوره قوت سره یې ټول هغه خنډونه له منځه یوړل چې د تذکرو د ویش پروړاندې یې جوړ کړي و، خو دې حکومت د ملت له ارادې سره سم ګام واخیست او د خلکو هغه ارمانونه یې پوره کړل چې له کلونو راهیسې یې د همدې ارمان لپاره قرباني ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *