افغان حکومت د نړۍ په سیاستونو کې د پاللو تر څنګ زیات تمرکز په اسلامي هېوادونو کوي او په دې لړ کې یې زیات سفرونه اسلامي هېوادونو ته کړي چې څنګه کیدای شي افغانستان له اسلامي هېوادونو سره نږدې شي.

هسې هم افغانستان له پخوا د نړۍ اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې او ګډ مذهبي مشترکات لري، خو توپير په دې کې و چې ځینې هېوادونو په افغانستان کې له ځینو ډلو ملاتړ کاوه چې د اسلام تر نامه لاندې به د وخت د واکمنانو پرضد جنګیدل، دې لړۍ کلونه دوام وکړ، خو اوس چې د جګړې اړخونه او سیاستونه بدل شوي، نو د نړۍ اسلامي هېوادونو ته هم قناعت ورکول شوی چې د اسلام تر نامه لاندې ځینې ترهګرې ډلې اسلام نوم بدی کوي او باید له دې ډلو سره هر ډول اړیکې پرې شي.

ترهګري چې اوس زیاتو ډلو ورته اسلام سپر کړی، یواځې افغانستان نه ګواښي، بلکې د نړۍ نور اسلامي هېوادونه هم تر ګواښ لاندې دي او تر هغې چې پروړاندې یې ګډه مبارزه او ګډ دریځ رامنځ ته نه شي، دا ډلې به په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ناسم تصویر ټولنې ته وړاندې کړي.

که څه هم افغان ولسمشر د نړۍ په هر کنفرانس کې په ډاګه ویلي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې نه د افغانانو نمایندګي کوي او نه هم د مسلمانانو، دا ځکه چې اسلام د سولې دین دی او ترهګرې ډلې ټول تمرکز په جګړه لري او ټولوژنې کوي.

افغان ولسمشر په دې وروستیو کې زیاتې هڅې کوي چې د اسلامي هېوادونو پام افغانستان ته واړوي او په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې له افغان حکومت سره ملاتړ وکړي او ترهګري وغندي، هغه ترهګري چې اوس ټول اسلامي هېوادونه پرې خبر دي چې د اسلام تر نامه لاندې د یهودو او نصاراو ګټې پرمخ وړي.

افغان ولسمشر په دې ورستیو کې پخوانی جهادي رهبر سعودي عربستان ته لیږلی چې هلته له سعودي علماوو سره د افغانستان د ثبات په تړاو خبرې وکړي او له دې لارې کولای شي په افغانستان کې د جګړې په تړاو د اسلام له نظره خپل لیدلوری په ډاګه کړي.

له دې یوه اوونۍ وروسته د یکشنې په ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي ته رسیدلی او هلته به له لوړپوړو سعودي چارواکو سره په هر اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

د سعودي تر څنګ، مصر، ترکیه، اندونیزیا، قطر، کویټ او ځینې نورو اسلامي هېوادونو ته افغان چارواکو د ولسمشر په لارښوونه سفرونه کړي او د سفر اجنډا کې د افغانستان سوله او ثبات نیول شوی چې څنګه کیدای شي په افغانستان کې د اسلام له نظره د نړۍ د اسلامي هېوادونو یوه اجماع رامنځ ته کړي چې دا جګړه ناروا وبلل شي.

هسې هم زیاتو اسلامي هېوادونو په ښکاره اعلان کړی چې په افغانستان کې د افغانانو پرضد جګړه ناروا او په هیڅ مذهب کې د توجیې وړ نه ده، خو ولسمشر محمد اشرف غني کار کوي چې د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځ ته کړي او له دې لارې په اسلامې هېوادونو کې ګواښونه له منځه یوسي.

اوس د نړۍ اسلامي هېوادونه هم دې پایلې ته رسیدلي چې ترهګري د یهودو، نصارا او کفارو پرضد نه ده زیږیدلې، بلکې ترهګري د انسانیت د له منځه وړلو لپآره کار کوي او په دې لار کې له ټولو هغو پولو تیریږي چې بشریت یې غندي.

اسلامي هېوادونو هم درک کړې چې که ترهګرې ډلې په افغانستان کې له منځه لاړې نه شي، نور هېوادونه هم له ګواښ سره مخ کولای شي، په دې تړاو افغان ولسمشر د ترکيې د اسلامي هېوادونو په یو کنفرانس کې منطقي وینا کړې وه چې د ټولو هېوادونو پام یې افغانستان ته را اړولی و.

ولسمشر په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو په اجماع باندې ټینګار کړی و او هغه طرحه چې د تروریزم د له منځه وړلو او دغه راز د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره ولسمشر وړاندې کړه، زیاتو هېوادونو ورسره توافق ښودلی چې و چې ريښتنې مبارزه به کوي او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره مرستې کوي.

د ولسمشر تمرکز له دې کبله د اسلامي هېوادونو سره په اړیکو جوړولو او سیاستونو ورټول دی چې همدا هېوادونه دي چې کولای شي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او سولې او ثبات په برخه کې افغانانو سره مرسته کولای شي.

له دې سترګې نه شي پټيدلی چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې وسله والو ډلو باندې مستقیم او یا نامستقیم اغیز لري او کولای شي وسله والې ډلې د تاوتریخوالي پرځای سولې ته وهڅوي او له جګړې لاس په سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *