په افغانستان کې ميشت ولسونه په خپل منځ کې هيڅ ډول ستونزې نلري هغه چې د ولس تر منځ د ستونزو پيدا کولو هڅه کوي دوی دوه موخې لري یا داده چې دوی ته آی اس ای، سپاه پاسداران، کې جې بي او بلې کومې استخباراتي شبکې دنده ورکړې چې داسې شرارت وکړي او يا داده چې د پيسو او مقام د پيدا کولو بل ادرس نشته نو يي قومي، نژادي، مذهبي او سیمه ایز هويت ته پناه ور وړې.
په افغانستان کې وروڼه قومونه نه يوازې ګډ ژوند کوي بلکه ګډه عقيده، ګډ تاريخ، ګډ ارزښتونه او ګډ وياړونه لري، په ۳۴ ولايتونو کې وګرځئ ورشئ ټولپوښتنې وکړئ که مو په يوه سیمه کې د يو ډير واړه اقلیت د ټولنیز محروميت يا تبعيض يوازې يوه پيښه پيدا کړه راشئ ما مړ کړئ او که احيانا کاري، سياسي يا اقتصادي محروميت وي لامل به يي پردی پالی جاسوس، قومي متعصب،جنګسالار او يا بلڅوک وي ولې ولس کله هم د خپل ورور د محروميت پلوي نه دی.
په ملي ځواکونو کې ددې وطن د هر قوم ځوانان شته دي دوی په خپله سمیه کې نه بلکه له خپل کلی او کوره په زرګونو کیلومتره لرې په يو بل لایت کې د هم هغه ولايت، سيمې او يا سمت د ولسونو د هوساینې او بساينې لپاره قرباني ورکوي،په سمیه ایزو ادارو کې والي، ولسوال، رئيس، مدیر او… د هغې سيمې خلک نه دي بلکه د دریم ولايت سړی راغلی په دریم ګړي ولايت کې د ياد ولايت د ولسونو د هوساينې او بساينې لپاره کار کوي.
په افغانستان کې پاکستان همدا اوس سلګونو داسې مستعارې فیسبوک پاڼې،ويبپاڼې او حتی رسنۍ لري چې قومي شرارت ته لمن وهي،په کابل کې ځينې طالب پلوي، پاکستان پلوي، او افراطيت پلوي شنونکي، سياستوال او لیکوالان تر ما تاسو ډير ښه پيژنئ ورشئ د دوی ژوند وګورئ معاش نلري خو تر معاش لرونکي ښه خوري، ښه څښي او ښه اغوندي، عايد نلري خو درې پوړيز يي په کرايه کړئ،د موټر ټانکۍ يي له تیلو ډکه ده او د موباييل کريدیټ يي هم فول دی، ایران دومره ډير لیکوالان، شنونکي،کارپوهان، شرير سياستوال، د ملي شورا يو شمېر غړي او… په پيسو اخيستي دي چې ټوله ورځ په ډيره سپين سترګۍ قومي او نژادي تبعيض ته لمن وهي، په کابل او لويو ښارونو کې د ایران ډيرې د خيريه ادارو په نوم ځينې پوششي ادارې همدې جاسوسانو ته مالي مرستې استوي، موټرونه ورته خريداري کوي، په يو ځای کې يي په يوه او بل نوم لومړی راټولوي او بيا پکې چاودونې کوي څو خلک را وپاريږي او د يو بل پر ضد شعارونه ورکړي، په افغانستان کې پر مذهبي اقلیتونو ډير بریدونه هم داش او طالب ترهګر نشي کړای بلکه ډيری دا بریدونه د هغو متخاصمو هیوادونو له لوري کيږي چې مخکې له مخکې د غونډې جوړونکې ته ويل شوي وي، که يې نه منئ ورشی په دې شيعه وروڼو باندې په وروستیو دریو کلونو کې په دریو ، څلورو خونړیو بریدونو کې وګورئ چې ولې د ناستې، لاریون او غونډې مشر نه وژل کيږي، ولې يو مهم کس ټپي کيږي نه خو کله چې چاودنه وشي دستي را پيدا شي په فیسبوک کې لیکنې کوي او په رسنیو کې شرارت، همداسې روسانو په افغانستان کې نوې سړه جګړه پيل کړې ورشئ د سپوتنيک په نوم روسی خبري آژانس چې په پښتو او دري هم خپرونې کوي وګورئ که مو د افغانستان په اړه له کرکې، تعصب او تبعيض پرته يو ښه خبر پکې ولید راشئ ما مړ کړئ، منو چې روسيه له ناټو او امریکا سره ستونزې لري خو روسیه باید وپوهول شي چې نور به ته افغانان د خپلو ګټو ښکار نشې کړای بلکه داسې ورځ به راشي چې په دې وطن کې د مشروع نظام د پرزولو، يو نيم ميلیون وګړو د وژلو او لس ميلیونه نورو د بې کوره کيدو غرامت به هم ته ورکړې، روسان په سياسي ډګر کې تر ټولو احمق خلک دي په آسيا کې د يو زوره ور هیواد په توګه يي نه يوازې خپل ځان ثابت نشوای کړای بلکه دومره ذلیل شول چې له زرګونو واټنه لرې راغلې امريکا د آسيا د هر هیواد برخلیک ټاکلی شي خو روسان هيڅ هم نشي کړای، که روسان په پوځي وسلو او يا الوتکو باندې ځانونه ډاډه کوي دوی باید پوی شي چې نور د سيمې د قدرتونونو توازون تقريبا مات شوی دی، چين پياوړی شوی او هندوستان هره ورځ د يو پياوړي هیواد په توګه د آسيا په هره برخه کې خپل رول ستر کوي نو دوی ته په کار دي ددې پر ځای چې ځان لکه پاکستان په ترهګرو او طالبانو ګټي باید د مشروع نظامونو د پياوړتيا په صورت کې خپلې ګټې تامین کړي.
د روسانو له افراطيته د ملاتړ فرموله ځکه غلطه ده چې که چیرته دوی طالبان پياوړي بولی دوی باید دا هم ومني چې ټول طالبان او داعشیان تر پنځوس زره ډير نه دي خو برعکس پر وړاندې ولاړ ولسونه تر ديرش ميليونه ډير دي او په سنګر کې پراته سرتیري او مشروع ځواکونه هم څلور لکو ته رسيږي نو که غواړي چې روسيه او د روسيي ګټې خوندي شي ددې ګټو د خونديتوب لپاره ښه ادرس له مشروع نظامونو ملاتړ دی نه پر طالبانو پانګونه او بیا د دوی په وجود کې د خپلو ګټو لټون.
موږ د ګډو ارزښتونو تر څنګ دوينو شراکتونه سره لرو ډيرې پښتنې په تاجکو، ازبکو او هزاره وو واده دي او ډيرې تاجکې، ازبکې او هزاره په پښتنو واده دي همداسې دا نور قومي اقلیتونه يو يو پسې وګورئ، په شمال کې پښتانه ژوند کوي، په سويل کې شیعه، په ختيځ کې بیا له پښتنو سره يو ځای تاجک هم، منم چې دلته وروستي پورته شوي غږونه به له رواني پلوه ځينې انديښمن کړي خو نه به شيعه کندهاری د ایران د ګټو په خاطر کندهار پريږدي او نه به پښتون شمالي وال د يو متعصب پښتون د تعصب په خاطر شمال همداسې تاجک او دا نور وروڼه قومونه هم پسې در واخلئ.
د افغانستان اجتماعي ترکيب نه بليدونکی دی او هغه چې د تجزيي او ملوک الطوايفي شعارونه ورکوي زه ورته وايم چې ورشئ په هلمند کې د ميشت شيعه مذهبي نظر هم واخلئ چې څه درته وايي، په شمال کې د ميشت پښتون نظر هم واخلئ چې له کوم ځواب سره مخ کيږئ، په کندهار او ننګرهار کې دميشت تاجک، بلوڅ، ايماق، براهوي او عرب نظر هم درسره واخلئ چې څه ځواب درکوي.
حتمي نه ده چې څو تنه دې د تاجک په نوم پښتون ته کنځلې وکړي پښتانه دې ټول تاجک خپل دښمنان وبولي او دا هم اړينه نه ده چې څو تنه ایرانپالي تاجکان يا شیعه ګان دې پښتانه وښکنځي او پښتانه دې د دوی په اړه بد نظر ولري همداسې دا فرضيه پسې معکوسه کړئ د نورو اقوامو په اړه هم.
دا وطن د ټولو دی دلته ميشت وګړي نه بيلیدونکي دي که شرير سياستوال او يا د نورو جاسوسان هرڅومره هڅې وکړي دوی به بريالي نشي ځکه دا خلک تر ټولو مهم ارزښت چې لري يي هغه ګډه عقيده، ګډه قبله، ګډ خدای او ګډ الهي کتاب دی.
افغانان په تاريخي لحاظ له سخت پړاوه تیريدونکي دي دلته شتونې ده ځينې زموږ ډير ګډ ارزښتونه چلنج کړي،ډير نور شونې ده د بیلتون او تجزيي نارې پورته کړي، ځينې نور بیا کيدای شي وړو وړو نژادي سنګرونو ته پناه يوسي خو ددې باتور ملت میړانه به ډير ژر دا پردي پالي سنګرونه وران کړي.
ایرانيان تر سلو ډيرې داسې ويبپاڼې،ورځپاڼې، تلویزيونونه او راډيوګانې لري چې د ایراني فکر لپاره په افغانستان کې مذهبی، کلتوري او سیاسي یرغل ته زمینه سازي کوي، له کوټې، وزیرستان، اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د پښتون، ټاليب،داعش، شيعه او تاجک په نوم چليدومکې مستعارې ويبپاڼې يوه هم افغاني اجنډا نلري.
دلته پاکستان خپلې ګټې لري او د همدې ګټو لپاره يي طالب درته يو لوري ته پياوړی کړی، داعش يي بل لوري ته مسلح کړی او پر سرحدي سیمو بریدونه بل لوري ته جاري ساتي، ایران هم همداسې در واخله، په فراه او نیمروز کې د اوبو د مديريت پر وړاندې جدي هڅې کوي، د فاطميون وحشي ډله په ډير مهارت غواړي د طالبانو په ترکيب کې ور حل کړي، په کابل او نورو ولايتونو کې يي افغاني جاسوسان سفارتونو ته ازاد تګ راتګ لري او اوس اوس همدا لړئ روسانو هم پیل کړې.
هیله مې داده چې په ټولنيزو پاڼو کې د څو تنو شریرو قومي ټيکه دارانو د هيڅ ډول تبلیغاتي جګړې تر تاثیر لاندې رانشئ بلکه برعکس هڅه وکړئ د خپل اخوت او وحدت په ساتلو سره ورته ډيرې نورې ورانکارې او شرمونکې پروژې شنډې کړئ.
ورور ولي چې وي افراطيت نشته، ورور ولي چې وي انفجار، انتحار،بم او راکټي بريد نشته، ورور ولي چې وي ایرانی جاسوس زموږ په منځ کې ځای نلري او ورور ولي چې وي افغانستان به کله هم د پنجاب پنځمه صوبه نشي.
وسلام