ودان روښان
د نړیوالو خبري اژانسونو د رپوټونو له مخې د پاکستان بهرنیو چار وزیر خواجه اصف روسیې ته تللی چې د افغانستان وضعیت په اړه له روسي چارواکو سره خبرې اترې وکړي خو په اصل کې غواړي چې د افغانستان د ورانۍ له پاره روسانو سره خپلې هڅې نورې هم همغږې کړي. په دې ورستیو کې کله چې پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ په خاطر د امریکا او نړیوالې ټولنې له سخت فشار سره مخ شوی، ددغه هیواد چارواکي هڅه کوي چې یا خو امریکا وویروي چې ګنې د امریکا خلاف نړیوالۍ ټلوالې(روسیې، چین او ایران) سره به یوځای شي او یا یې هم له امریکا تمه شکېدلې نوځکه خو هرې خواته لاس اچوي چې وتوانېږي هغه تشه یو څه ډکه کړی چې هغه د چا خبره د امریکې په بې مهري کې ورسره مخ کېدونکی دی. پاکستانیان په لوی لاس هم غواړي د امریکې له سیالانو سره د خپل نږېدوالي نغاره ښه په درز کې وډنګوي چې غږ یې نور هم لرې لاړ او پراخې انګازې وکړي، نو ځکه خو مسکو ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر څلور ورځني سفر په پاکستاني او روسي رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.
د پاکستان او روسیې اړیکې په دې وروستیو کې د تېر په پرتله ډېرې نږدې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پلاوو پر تګ راتګ سربېره د روسیې او پاکستان پوځیانو په دواړو هېوادونو کې ګډ پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په دې اړه رسنیو ته ویلي چې خواجه اصف به مسکو ته د خپل سفر پر مهال له خپل روسي سیال سره په دوه اړخیزو او یو لړ مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسلو خبرې وکړي.
په دې سره داسې ښکاري چې روسان او پاکستانیان هڅه کوي د افغانستان اوسني نظام او په ټوله کې د امریکا متحده ایاتو ته سرخوږی جوړ کړي. روسانو په دوو برخو کې خپلو هڅو ته زور ورکړی له یوې خوا د لږکیو حقونو دفاع ؟!په پلمه پر افغان دولت زور راوړي او له بله پلوه د داعش د وېرې په نوم غواړي له طالبانو مالي، تسلیحاتي او ان دیپلوماتیک ملاتړ وکړي او په دې توګه افغان او نړیوال ځواکونه وننګوي. روسان هم اوس د پاکستان په شان د ترهګرۍ ګواښ ستر ښودلو په موخه خپل خلک قرباني کوي، هغه ډول چې د پاکستان پوځ او دهغه څارګرې څانګې(ای اس ای) څوځله په لوی لاس د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې ترهګریز بریدونه کړي چې په دې سره پاکستان غواړي ځان د ترهګرو ملاتړی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني وښیي. د ځینو رپوټونو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور پر یوه ښوونځي برید چې لسګونه زده کونکي په کې ووژل شول په خپله ای اس ای پلان کړی و. د رپوټونو له مخې په هغه برید کې ترهګرو د پنجابیانو ماشومان د پښتنو له ماشومانو بیل کړي وو نو ځکه خو د پښتنو بچیان وژل شوي خو د پنجابیانو بیا ترډېره روغ پاتې و که کوم یو پنجابی په غلطۍ کې ترې وژل شوی وي دا بیله خبره ده. اوس روسان هم همدا لوبه تکرار کړه او هغه دا چې مسکو ته د پاکستان بهرنیو چار وزیر د سفر په درشل کې روسانو په داغستان کې د کلیسا مخې ته د یو بریدګر په لاس پنځه روسۍ ښځې ووژلې. په برید کې بریدګر هم ووژل شو، په دې سره غواړي وښیي چې روسیه دداعش له ګواښ سره مخ ده نو ځکه باید دداعش مخه په طالبانو ونیسي. په دې کې هم شک نه شته دغه برید هم د پاکستانیانو په مشوره پلان شوی وي او یاهم پاکستانیانو هغه اړیکې چې د ټولې نړۍ له ترهګرو له دې ډلې د منځنۍ اسیا، قفقاز او تر روسي استعمارلاندې نورو سیمو له ترهګرو سره لري په لوی لاس دغه برید پلان او عملي کړی وي. ښایي د روسیې په مشوره یې دغه کار کړی وي.
له بله پلوه خپله روسان هم د منځنۍ اسیا که ټولې نه وي له ډېرو ترهګرو او اورپکو ډلو سره اړیکې لري او له هغو یې د بیلابیلو موخو له پاره او په بېلابیلو پړاوونو کې کار اخیستی دی.
روسان له ډېر پخوا راهیسې هغه پخواني متل ته ژمن او عمل یې پرې کړی چې وایي: «ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه ږدﺉ» نو ځکه خو یې پر افغانستان د یرغل پرمهال له یوې خوا د ببرک کارمل په مشري د خپل لاسپوڅی حکومت ملاتړ کاوه له بله پلوه یې په مجاهدینو کې هم ځینې ډلې اجیرې کړې وې چې پرخپل وخت یې وکارولې. ټول پوهېږي چې روسان په منځنۍ اسیا او ان نورو هیوادو کې تر خپلې وسې بیلابیلې ډلې پالي. د پخواني شوروي له ړنګېدو وروسته روسانو په منځنۍ اسیا کې له یوې خوا د واکمنو رژیمونو ملاتړ کاوه له بلې خوا یې د هغوی کنترول په موخه بیلابیلې مخالفې ډلې هم پاللې د بېلګې په توګه روسانو د ازبیکستان د سرټمبه واکمن اسلام کریموف د قیضه کولو په موخه د ازبیکستان حرکت اسلامي سره مرسته کوله نو ځکه خو روسانو له ۱۹۹۹ کال وروسته درې ځله د حرکت اسلامي جنګیالي په چورلکو کې له امو سینده افغانستان ته راپورې ایستلي. یو ځل روسانو په طویل دره کې د جمعه نمنګاني او د تاجیکستان د وزیرانو ترمنځ جوړجاړي له مخې د نمنګاني ۶۰۰ پلویان له ښځو او ماشومانو سره په چورلکو کې مزار شریف ته ولېږدول او طالبانو یې هرکلی وکړ.(۱) له دې ځایه ښکاري چې طالبانو او روسانو ان له همغې زمانې یو بل سره اړیکې درلودې. په همغه وخت کې روسانو شمالي ټلواله هم نازوله، د تاجیکستان په کولیاب کې یې ورته اډه جوړه کړې وه. له همدغه ځایه جوتېږي چې روسانو ته نه د مسعود پکول او نه د ملاعمر لنګوټي ارزښت درلود، هغه څه چې ورته مهم و هغه د روسانو خپلې ګتې وې. بله خوا پاکستان چې اوس د امریکې فشار لار ترې ورکه کړې خو بیا هم په افغانستان کې له ستراتېژیک عمق او په دغه هیواد کې د لاسپوڅي حکومت له واکمنولو پرته په بل څه نه قانع کېږي نو ځکه خو غواړي هر هغه چا سره غاړې وځي چې د افغانستان د ورانۍ نیت لري. مالومېږي چې له همغه لومړي سره دواړه یانې روس او پاکستان د افغانستان په ورانۍ کې یوه خوله وو، روس د کارمل او نجیب او پاکستان د مجاهدینو ملاتړ په نوم یوازې د افغانستان د ورانۍ نیت درلود. همدا اوس روس د افغان دولت رنګارنګ غلیمانو ملاتړ کوي یانې له طالبانو د داعش مخنیوي او مافیایي جنګسارالانو د لږکیو حقونو دفاع په پلمه ملاتړ کوي. هاخوا پاکستان له طالبانو سره د خپل ترلاس لاندې لښکر په توګه او له مافیایي جنګسالارانو سره په افغانستان کې د ځواکمن مرکزي حکومت جوړېدو مخنیوي له پاره مرسته کوي.
(۱) احمد رشید په منځنۍ اسیا کې د اسلامي جنګیالیو جهاد ۲۰۷ مخ