کلیوال ملګري ټولنه/ غزني
د ملګرو ملتونو يو نیسکو په ۱۹۱۹زیږديز کال فبروری ۲۱مه د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ونوموله او هر کال د نړۍ په ټولو هيوادونو کې د بېلا، بېلو ژبو ويونکي د کال همدا ورځ لمانځي.
افغانستان چې يو جګړه ځپلی هيواد دی، تر ډېره بريده د ژبو په وړاندې تربګني موجوده ده، اوس هم د هيواد په ډېر شمېر سیمو کې ماشومان په مورنۍ ژبه لومړنیو زدکړو ته لاسرسی نه لري.
اساسي قانون په مورنۍ ژبه لومړنۍ زدکړې د ماشومانو حق بولي، خو له بده مرغه چې تر اوسه په ډېر شمېر سیمو کې لا ماشومان په مورنۍ ژبه د زدکړو اسانتیاوې نه لري، له یوه لوري روانې نیابتي جګړې ماشومان له زدکړو محروم کړي دي،له بله لوري دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت هم د ماشومانو زدکړې ته ځانګړی پام نه دی کړی.
کليوال ملګري ټولنه په دولت غږ کوي، چې په مورنۍ ژبه دې په هيواد کې د ټولو ژبو ويونکو ته د زدکړو اسانتياوې برابرې کړي، همدارنګه دې د معارف تلویزیون هم د پښتو او دري تر څنګ په نورو ژبو هم خپرونې وکړي، ترڅو د ټولو ژبو ويونکو ته خپل حق ورسیږي.
همدارنګه دولت دې په خپله اډانه کې له نورو ژبو څخه د ګټورو اثارو د ژباړې يو لوی مرکز رامنځ ته کړي، د پښتو او دري تر څنګ په هيواد کې په مروجه ژبو د ژباړې لړۍ ګړندۍ کړي، که څه هم اوس هم په هيواد کې ډېرو قلموالو د ژبې بډاینې لپاره ګټور اثار را ژباړلي دي،خو يو شمېر داسې اثارو د ژباړې لړۍ هم روانه ښکاري، چې زموږ د ملي منافعو سره په ټکر کې ده.
د دولت تر نطارت لاندې د ژباړې مرکز مهمه ګټه به د اساسي قانون او همدارنګه د هيواد ملي منافعو د تقويت لامل شي او د هرې ژبې ويونکي ته به هر ګټور اثر په ځپله ژبه رسېږي.
په درنښت
کليوال ملګري ټولنه