وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

تاند- چین په پاکستان کې د اقتصادي دهلېز د امنیت د خوندي کېدو لپاره له بېلتون غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو سره پټې خبرې پیل کړي دي.

د بریتانیا د ایکسپریس نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، چین د دې لپاره چې په پاکستان کې د اقتصادي دهلېز پروژه عملي کړای شي، د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو په ګډون د پاکستان له څو وسله والو مخالفو ډلو سره خبرې پیل کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې لومړی پلا چین ۵ کاله پخوا خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې په تېرو څو کلونو کې د دې پروژې کار پرمخ لاړ او کومه حمله پرې ونه شوه.

د پاکستان یوه پوځي چارواکي وویل«موږ د چین او د بلوچستان (د ازادي غوښتونکي) تروریستي ډلې ترمنځ د خبرو په باب معلومات نه لرل، خو اوس وینو چې د خبرو نتیجه زموږ په ګټه تمامه شوې ده.»

ده همداراز وویل«زموږ مشران دې نتیجې ته رسېدلي چې چین تر امریکا د باور وړ دی او پر پاکستان د امریکا فشارونه هم دا خبره تاییدوي.»

امریکا وروسته له دې پر پاکستان فشارونه زیات کړل چې دغه هیواد په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو د پناهځایونو بندولو ته تیار نه شو.

ټاکل شوې ده چې چین په پاکستان کې پر اقتصادي دهلېز ۴۶ ملیارد ډالره ولګوي.

پاکستان په دې پروژې پورې ډېرې هیلې تړلي دي؛ که څه هم ځینې پاکستانیان وايي چې په دې پروژه کې هومره ګټه چې چین کوي پاکستان یې نه کوي.

د دوی په وینا چینایان حتي عادي کارونه هم پر خپلو کارګرو کوي او له همدې کبله دې سترې پروژې د پاکستانیانو لپاره د کار زیات فرصتونه نه دي برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *