نږدې دوه نيمې لسيزې کېږي چې د ټاپي پروژه د هېوادوالو په زړونو او فکرونو کې ګرځېدله، تر (۲۵) کلونو وروسته دا دی دا خيال او ارمان پر واقعيت بدل شو. هغه وختونه هم تېر شول چې د (بريډايس) او (يونيکال) شرکتونو تر منځ د دې پروژې پر سر سيالي روانه وه. د دې سیالۍ په بهير کې يو شمېر جنګسالاران دې ته تيار وو چې د دې شرکتونو له خوا په ډېر کم رشوت، هغوی ته زيات امتياز ورکړي، خو لوی خدای (ج) فضل وکړ او جنګسالارانو ته د دې شرکتونو د بډو د ورکړې زمينه برابره نه شوه، نو په دې ډول هغوی پر دې بريالي نه شول چې خپل جنګي ماشين د ملت په ملي پانګې تغذيه کړي. کلونه ډېر تېر شول، انتظار هم ډېر اوږد شو، خو ثمر خوږ او پوخ شو. د ايران ستراتيژيک ارمان له ماتې سره مخ شو، د هغوی کورني تاليڅټي پر دې بريالي نه شول چې د اخلال کچه پورته او هغه لا پسې وغځوي. دا پروژه که له یوې خوا يوه اقتصادي پروژه ده، له بلې خوا يوه ملي پروژه هم ده، په دې پروژې سره د پاکستان مداخلې د هغوی له اقتصادي ګټو سره تړل کېږي، دلته به جګړه د هغوی د اقتصادي ګټو د نزول په قيمت تمامېږي. د پاکستان چارواکي بيا داسې ځانګړنې لري چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د خپل حيثيت سودا ته هم تيار دي. د څلورو هېوادونو ګټې د يوې نليکې له لارې تړل کېږي، هر څوک چې پر دې اقتصادي رګ ګوزار کوي، په حقيقت کې د څلورو هېوادونو او د هغو د ملتونو پر ګټو ګوزار کوي.
افغانستان د انرژۍ له داسې سرچينې څخه برخمن کېږي چې پخوا يې هم ورته اړتيا وه، خو اوس ورته د نوش دارو حيثيت لري. طالبانو او يا لږ تر لږه د هغوی يوې ډلې هم د ملي ګټو په درک سره له دې پروژې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. د طالبانو دا حرکت هم د دې پيغام ورکوي چې د هغوی پوځي او مذهبي دريځ ورو ورو د سياسي دريځ د منطق لمن نيسي، دا کار د دې سبب ګرځي چې د جګړې د دوام لپاره نورې پلمې ورو ورو خپل رنګ او ارزښت بايلي، دا حالت به د دې سبب هم شي چې په هېواد کې د سولې لپاره ور پرانيزي. کله چې په هېواد کې سوله راشي، نو د پرديپالو عناصرو او ډلو غوږونه خپله ورو ورو مړاوي کېږي، په ټاکنو کې درغلي نه شي کولای، د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ نه شي پېښولای او د افغانيت او اسلاميت پر ضد پټې او ښکاره توطيې نه شي جوړولای. دا پروژه د هېواد د اقتصاد رګونو ته قوت ورکوي. هېوادوالو ته د کار روزګار زمينه برابرېږي او له دې پروژې څخه تر لاسه شوې پانګه او انرژي د نورو لويو پروژو پرانيستو ته لاره اواروي. له ټولو سياسي ډلو او اشخاصو څخه هيله کوو چې ملي پروژې او ملي ګټې له سياسي نظرياتو او تمايلاتو څخه لرې وساتي، حکومت وي، که ولس، ښو کارونو ته يې بايد ښه ووايو، هغه تائيد کړو او نيمګړتياوو ته يې ګوته ونيسو او د سمون لاره وروښيو .
درنښت
په هېواد کې د ټاپي په شان
د نورو ټاپ او لويو پروژو د بريا په هيله