تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /شنبه/ وویل، د کابل د انترکانتینینټل هوټل د تروریستي حملې په اړه د تحقیقاتو راپور له بشپړېدو وروسته د ولسمشر د کتنې لپاره ارګ ته وسپارل شو.

د تېرې جنورۍ په ۲۹ مه پر انترکانتینینټل هوټل په حمله کې د ۱۵ بهرنیانو په شمول ۲۵ تنه ووژل شول. ځینې راپورونه د تلفاتو شمېر تر دې ډېر ښيي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش وویل «موږ دوسیه بشپړه کړې او لویې څارنوالۍ ته مو سپارلې ده.»

ده همداراز وویل « په داسې حال کې چې موږ قضیه څېړله، د ولسمشرۍ له لوري په حمله کې د ۵ مشکوکو لاس لرونکو د نیول کېدو حکم صادر شو.»

وروستي راپورونه وايي چې د حملې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي دي.

د دې قضیې د څېړلو لپاره د بېلابېلو دولتي ادارو له غړیو یو پلاوی ګومارل شوی و.

ویل کېږي له ترهګره سره د هوټل له منځه مرسته شوې وه.

تېره اوونۍ فرانس پریس خبري اژانس په یوه راپور کې د کانتینینټل هوټل د امنیت د مرستیال په قول وویل چې د هوټل ساتونکو ته امر شوی و چې هغه موټر بې تلاشي پرېږدي چې تروریستان پکې سپاره ول.

د دغه مسوول څرګندونې هغه اوازې تاییدوي چې مخکې یې پر اساس ویل شوي و چې له تروریستانو سره د هوټل له منځه همکاري شوې ده.

په دې اړه نور جزییات دلته ولولئ

2 thoughts on “د کانتینینټل د حملې راپور ولسمشر ته وړاندې شو”
  1. ولسشمر غریب به څه پری وکړي په راپور، د عطا د عودی نه شی وتلای نور خو پریږده، یوڅو د پروړې غله به چا فرمایشي نیولې وي کامره به پرې راولي خلاص، اصلي کسانو نوم هم د چا پلار نه شي اخیستلای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *